کوه طور ته د موسی (ع) د تللو کيسه

کوه طور ته د موسی (ع) د تللو کيسه

حضرت موسی (ع) کوه طور ته تللی وه او خپل ورور هارون (ع) یې د قوم د لارښونې لپاره پرې ایښی وه . خو تر څو چې موسی (ع) بیرته راتلۍ ، قوم ګمراه شوی وه .

قوم سامري بې لارې کړی وه . سامري د بني اسرائيلو له دې عادت نه خبر وه چې هغوی خپل خدای په مجسمه بڼه لیدل غوښتل.

سامري بنی اسرائیلو ته امر وکړ چې خپل ټول زیورات راټول کړي ، هغه له زیوراتو ګلګی جوړ کړ او په ګیډه کې یې ورته داسې سیستم جوړ کړ چې خوسي غږ (رمباړه) کولای شوه. قوم ګمراه شو ، قوم د خوسي په عبادت سر شو او قوم هغه ټول انعامونه هېر کړل چې لوی خدای ج پرې لورولي وه.

حضرت موسی (ع) د ګمراه قوم په لیدلو ډیر خواشینی شو، خپل ورور ته غوسه شو. خدای ج هم د بني اسرائیلو دې کار په غضب کړ، ځکه د دې ذات په وړاندې شرک ستر ظلم (ظلم عظیم) دی.

بني اسرائیلو چې عقل سر ته راغی نو اندیښمن شول، هغوی پوهیدل چې ډېر لوی ظلم یې کړی. د توبې په لټه کې شول. خو د دې لوی ظلم توبه هم څه اسانه نه وه. دا توبه په وړو کِفارو نه معاف کېده.

هغوی ته د توبې دروازه پرانیستل شوه خو ورتګ پرې سخت وه ، له سره تېریدل یې غوښتل، مرګ یې غوښته خو هغه هم د خپلو ملګرو په لاس.

هغوی ته وویل شول چې که توبه باسئ نو یو ځای ته راټول شئ او یو بل سره ووژنئ.

سترګې مې پټې کړې. دا ډول توبه ویستل راته ډیر سخت ښکاره شول.تصور کې لاړم: د یوه کلي خلک چې تر څو شیبو وړاندې یې له خوشحالۍ ډک ګډ ژوند درلود، خپلو کې یې دوستي او ملګرتیا لرله او یو بل ته په غم او ښادۍ کې سره پکار وو؛ اوس هماغه خلک یو بل ته مخامخ ولاړ دي. لاسونو کې یې توري دي. پر یو بل ګذارونه کوي. د یوه په غاړه د خپل کلیوال توره خوله ښخه کړي، شاه رګ پرې شي، وینې دارې وکړي، بې سره جسد مخکې او شاته لاړ شي او بیا په خپلو وینو کې را ولویږي، شیبه وروسته له ده سره همداسې کار وشي. هره خوا وینې دي. بې سره جسدونه لاس او پښې وهي او په ډېره مشکله خپل ساه له بدنه باسي.

قتلګاه کې نور ژوندي څوک نه دي پاتې. زګیروي چوپ دي. یو غټ ټولی خلک بې ساه پراته دي. هره خوا جسدونه دي او هره خوا پر زمکه وینو لښتي جوړ کړي دي. دا توبه ډیره سخته وه، خو قبوله شوه او کومه فتنه چې برپا شوې وه، له منځه لاړه.

راغلو اوسني وخت ته …!!

موږ هم د وخت سامریانو بې لارې کړي یوو. موږ هم دالله تعالی نعمتونه هیر کړل، کفران د نعمت مو وکړ. بني اسرائیلو باندې دالله یو لوی نعمت دا و چې د فرعون له ظلمونو یې وژغورل. هغه فرعون چې د دوی زامن یې وژل. موږ یې هم څو ځلې د وخت له فرعونیانو وژغورلو، خو موږ نا شکري وکړه. موږ ډېر نا شکره قوم یوو. اوف!

زموږ توبه له بني اسرائیلو هم سخته شوه. هغوی سره راټول شول. یو بل یې ووژل او نوره کیسه ختمه شوه. خو موږ دا ډېر کلونه شول چې یو بل وژنو، خپل کلیوال وژنو، خپل قوم وژنو، خپل وروڼه وژنو او خپل ….

آه! د بني اسرائیلو وینو یوه خاصه او کمه ځمکه لنده کړه ، خو زموږ وینو ټول افغانستان رنګین کړ، د دې جغرافیې په هره څنډه کې وینې روانې دي. هره خوا د وینو رودونه دي. د بني اسرائیلو جسدونه یو کم ځای کې انبار شول، یوه کمه ساحه یې ونیوله ، خو دلته په هرګام کې زموږ جسدونه پراته دي ، زموږ د میرمنو جسدونه، زموږ د ماشومانو جسدونه، زموږ د سپین ږیرو او سپین سرو جسدونه.

خدایه پاکه ! موږ رښتیني او خواخوږی مشران نه لرو ، زموږ کاروان بې څاروانه دی ، زموږ له همدې تشې د وخت سامریان استفاده کوي ، سامریان موږ بې لارې کوي او سامریانو داسې فتنه اغاز کړې چې د انجام خوب یې هم نه وینو.

خدایه پاکه ! ته بینا ذات یې ، ته زموږ د وژنو ننداره کوې ، ته ګورې چې موږ خپلو کې یو بل وژنو. ته وینې چې موږ خپلو کې یو بل پسې تورې له تیکې را ویستلې او تاته ښکاري چې زموږ له تورو د خپلو وروڼو وینې څاڅي.

خدایه پاکه ! نوره مو توبه قبوله کړه، نور مو معاف کړه. نور مو له لاسونو تورې وغورځوه او نور مو د ورور وژنې جذبه واخله.

خدایه پاکه ! که توبه مو قبوله نشي، زموږ وطن به یو قبرستان شي ، داسې قبرستان چې هره خوا به جسدونه پراته وي ، څوک به د خښولو نه وي ، موږ به خپلو وینو کې ډنډ پراته یوو او سامریان به مو په مزه مزه نندارې کوي.

لویه، خدایه ! نن مو درته په عاجزۍ لاسونه پورته کړي، خو شاید سبا دغه لاسونه د پورته کېدو توان ونلري ، شاید دغه لاسونه د یوه بې ساه بدن غړي شي او شاید …. اه،

پوه شوم، د بني اسرائیلو د توبې د قبلېدو راز راته معلوم شو ، هلته قاتل او مقتول دواړه مشرکان وو، باید قتل شوي وای.

موږ خو داسې څوک وژنو چې پر ژبو یې د وحدانیت کلمه جاري وي، پنځه وخته په سجده لګولو واحد ذات ته د خپلې بندګۍ د ګواهي ثبوتونه وړاندې کوي ، زموږ د قاتل له خولې د الله اکبر ناره خیژي او د مقتول له خولې د اَشْهَدُاَنْ لاَّ اِلهَ اِلاَّ اللهُ وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّـدًاعَبـْدُه وَرَسُوْلُه.

نو خدای خبر که زموږ توبه قبوله شي !

سيد رفيع الله قلم

مننه




تبصره وکړئ

avatar
t