د دويمي نړيوالي جګړې بم د ماهيانو په تور کي وموندل شو

د دويمي نړيوالي جګړې بم د ماهيانو په تور کي وموندل شو

ژباړه: عزت الله ذکي

د ډېلي مېل د خبر له مخي، د برتانيا په وايټ ټاپوزمه کي د دويمي نړيوالي جګړې آړوند يو المانی بم د ماهيانو په تور کي موندل شوی دی.

د دويم نړيوال جنګ آړوند دغه المانی بم د وايټ ټاپوزمي په سواحلو کي پيدا شوی دی.

د برتانيا ساحلي چارواکو ويلي، يوې کب نيونکي کښتۍ د وايټ ټاپوزمي په ساحلي برخه کي کبان پلټل، چي د ماهيانو په تور کي يې د دويمي نړيوالي جګړې اړوند بم ومونده.

تر دغه زاړه بم موندلو وروسته څېړونکي او کارپوهان د حسوونکو آلو سره سيمي ته ورسېدل، ترڅو ددغه غټ بم د احتمالي انفجار په آړه خلک خبر کړي.

د برتانيا د دريابي او ساحلي ادارې مشر پيرز آستانبوري ويلي، هغه څه چي له آنځورونو او اطلاعاتو څخه موږ ته ددغه بم اړوند په لاس راغلي، ښيي، چي دا يو پخوانی او توپخانه يي بم دی، چي په دويمه نړيواله جګړه کي المانيانو د ماين ايښودلو استفاده ترې کوله.

ددغه ماين سيمه اوسمهال د څارني په موخه محدوده شوې ده، ترڅو کارپوهان يې په پرمختللو تجهيزاتو بياکتنه وکړي.



سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t