ماشومانو سره د ميني چلند

ماشومانو سره د ميني چلند

کله چې داسې احساس کوئ، چې ستاسو چلند له ماشوم سره د مینې او محبت ښکارندویي نه کوي، څه باید وکړئ؟

 لاندې سپارښتنې په ځینو مواردو کې اغېزمنې او ګټورې دي:

۱ ـــ هېڅکله له دې څخه مه وېرېږئ، چې له ماشوم څخه بښنه وغواړ. که چېرې له برید څخه بهر او غوسه شوئ، نو بښنه وغواړئ، ماشومان اړتیا لري، وپوهېږي، چې لویان هم کولای شي، په خپلو تېروتنو باندې اعتراف وکړي.

۲ ـــ هېڅکله ماشوم ته په بدو او خرابو نومونو غږ مه کوئ، لکه : احمق، بې عقل او لکه دا جملې : ته اصلاً هېڅ ښه نه یې . له تا نه هېڅ هم نه جوړېږي، کاشکې د ورور په څېر دې وای او ته هېڅ کار نه شې ترسره کولای . دا هرڅه د ماشوم د شخصیت د سپکېدو او په ځان باندې د باور د له منځه تګ سبب ګرځي.

۳ ـــ له سمو انضباطي تخنیکونو څخه ګټه واخلئ، له ترسره کېدو وروسته د دې تخنیکونو په اړه ماشوم ته ژر تر ژره توضیحات ورکړئ . انضباطبي تخنیکونه په سمه توګه وکاروئ، نه د بدني سزا ورکونې په بڼه, لکه څنګه چې ماشوم د ښو کارونو له امله یې هڅوئ، نو د سزا له پاره، هغه له خپلو امتیازاتو څخه بې برخې کړئ، دا کار ماشوم ته دا ور زده کوي، چې کارونو یې ښې یا بدې پایلې درلودې.

۴ ـــ کله چې ماشوم یو ښه کار ترسره کړ، که هر څومره کوچنی هم وي، نو وې هڅوئ.
۵ ـــ له هغه ځای څخه لرې شئ، په کوم کې مو چې خپل کنټرول له لاسه ورکړی دی . د دې کار له پاره کولای شئ:

الف ـــ د څو دقیقو له پاره په یوه بله خونه کې یوازې شئ ( البته وروسته له دې چې ډاډه شوئ، چې ستاسو په نه شتون کې ماشوم له کوم خطر سره نه مخامخ کېږي )

ب ـــ مخکې تر دې چې څه ووایئ لسو پورې وشمېرئ، ښایي دا سپارښتنه مو څو څو ځله اورېدلې وي، خو آیا تر اوسه مو ازمویلې ده؟

ج ـــ له یوبل کس سره خبرې وکړئ، د بېلګې په توګه خپل یوه دوست ته ټیلیفون وکړئ.

د ـــ یوه ژوره ساه وباسئ.

ر ـــ یوې موسیقۍ ته غوږ ونیسئ .

س ـــ لږ ورزش وکړئ.

ه ـــ اوږد وغځېږي یا کېنئ او آرامه تمرینونه ترسره کړئ.

ژباړه : ع میاخېل



تبصره وکړئ

avatar
t