يو مصری تر ښخولو درې ورځي وروسته بيرته کور ته راستون شو!

يو مصری تر ښخولو درې ورځي وروسته بيرته کور ته راستون شو!

ژباړه: عزت الله ذکي

د يوه ۳۰ کلن مصري آشپز کورنۍ، چې د زوی تر څو ورځو ورکېدو وروسته يې د هغه پرځای د يوه بل اوبو کي غرق شوي کس جسد موندلی و، په داسي حال کي، چي د هغه ښخولو ته يې مراسم هم نيولي وه، خو درې وروسته يې زوی بيرته خپل کور ته راستون شو.

د رمضان علاءالدين په نوم دغه کس د پلازمېني قاهرې د حلوان سيمي اوسېدونکی له خپل کور څخه بې خبره وتلی و، چي وروسته يې کورنۍ پوليسو ته اطلاع ورکړې وه.

تر اطلاع وروسته د قاهرې پوليسو دغي کورنۍ ته خبر ورکړی، چي ورک شوی زوی يې د نيل سيند په اوبو کي موندلی دی.

دغه کورنۍ هغه وخت د بل غرق شوي کس د جنازې سره مخ شوله، چي د شکل، وزن، پوست رنګ او غاړي له مخي د پوليسو موندلی جسد تشخيص کړي، ځکه پيداشوی جسد اوبو تخريب کړی و او سم نه پېژندل کېده، نو کورنۍ هم جسد له پوليسو ترلاسه کړی، د جنازې مراسم يې ورته نيولي او خاورو ته يې سپارلی دی.

د جنازې په دريمه ورځ ناپامه رمضان علاءالدين بيرته خپل کور ته راغی، اعلان يې وکړ، چي زه ژوندی يم او د کار په موخه سکندريه ته تللی وم، خو د مېرمني سره د اختلاف په خاطر مي موضوع چا سره شريکه نه کړه، اوس پسله په ورځپاڼه کي د خپل مرګ تر خبر آورېدو وروسته مي خپل کور د تلو تصميم ونيو.

ځينو هغو حاضرو خلکو چي د غرق شوي کس جنازه کي يې کډون کړی و، د رمضان علاءالدين په خبرو هيڅ باور نه کاوه او فکر يې کاوه، چي دا به پېری يا جن وي.

تر دې پېښي وروسته د قاهرې پوليسو وويل، چي د ښخ شوي کس د هويت معلومولو هڅه کوي.



سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t