په سفر کې روژه؟

په سفر کې روژه؟

په سفر کې روژه نه نيول د الله تعالی له جانبه رخصت او اجازت دی او د دې رخصت بيان الله تعالی په قرآن مجید کې کړی دی: الله تعالی فرمايي: وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّـهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْر.

او څوك چې مریض وي، یا پر سفر وي، نو (پر هغه) د نورو ورځو شمېرل دي، الله پر تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري( البقرة ۲: ۱۸۵)
يعنې کله چې له سفره واپس شي، او د بيمار بيماري ښه شي، نو بيا به يې قضا راوړي. 

او سفر هم عام سفر دی، د نېکۍ له سفر سره دغه اجازه خاص نه ده. 

نو هغه خلک چې پر سفر وي او په سفر کې ورته د روژې په وجه تکليف رسېږي، يا په مطلوب کار او هدف کې ورته ستونزې راولاړېږي، نو هغوی به روژې نه نيسي، ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ليس من البر الصيام في السفر. په سفر كې (د تكليف په حالت كې) روژه نيول نېكي نه ده. (صحيح البخاري: ۱۹۴۶)

د دې مسلې صورتونه خو ډېر دي خو که څوک دغه پر سفر وتلي کرکټ والا پر مسله پوه کړي، نو ثواب به يې وشي.

شیخ عبدالولي



روژه او مسافري

تبصره وکړئ

avatar
t