پرنیټي وایی؛ د پاکستانی اداکار علی ظفر سره یو ځل بیا د کډ کار کولو هیله لرم

پرنیټي وایی؛ د پاکستانی اداکار علی ظفر سره یو ځل بیا د کډ کار کولو هیله لرم

د هندي سېنما ښکلې او ځوانه سېڼمايي ستورې پرنیتي چوپړا وایی هیله لري چي د سېنمایي هنر په ډکر کي د پاکستانی سېنمايي ستوری علی ظفرچي د نوموړي په وینا ډیره ښه شخص او یو کامیابه سېڼمايي ستوری دی ورسره یو ځل بیا په فلم کي کډ کار وکړي.

 ایکس پریس نیوز خبری ویبپاڼه وایی، چي پرنیټي چوپړا په یوه مرکه کي د یاد سېنمايي ستوری اوسندرغاړی په صفتونو خپله خوله پرانیسته او ورسره یې یو ځل بیا په فلم کي د یو ځای راښکاره کیدو هیله څرګنده کړه.

پرنیټي چوپړا  په مرکه کي یادي څرګندوني هغه مهال وکړي کله چي تری د ملګری او همکار سېنمایي ستورې علی ظفر په تړاو وپوښتل سول، پرنیټي د علی ظفر ډېر صفت وکړ او دا یې وویل که د علی ظفر سره مخامخ سی، نو هیڅ داسي احساس به ونه کړي چي هغه د کوم بل هیواد دی بغیر له دې چي هغه خپل درته ونه وایی.

پرنیتی چوپړا په بالیووډ کي پر پاکستانی سېنمايي ستورو باندې بندیز په تړاو هم څرګندوني کړي دي چي په هغه باندې بیخی د بندیز حق نسته، بلکی یو ځل بیا د نوموړی سره د کار کولو هیله لری. نوموړي  نه یوازې د علی ظفر بلکي د فواد خان سره هم په یوه فلم کي د کار کولو هیله کړې او ویلي يې دي ‎چي فواد زمونږ د فلم نړۍ بهترینه هیرو دی.

نوموړي  نه یوازې د علی ظفر بلکي د فواد خان سره هم په یوه فلم کي د کار کولو هیله کړې او ویلي يې دي ‎چي فواد زمونږ د فلم نړۍ بهترینه هیرو دی.

که څه هم په کشمیر کي د برید وروسته د دواړو هیوادونو د اړیکو ترنګلتیا پر سېنما هم اغیز وکړي په هند کي پر پاکستانیو هنرمندانو بندیز ولګید او په پاکستان کي بیا د بالیووډ فلمونو پر وړاندې کول بندیزونه ولګیدل او همداراز سېنمايي ستورو پر پاکستان د نیوکو سره سره یې پر پاکستاني هنرمندانو بندیزونه ولګول،د آما د پرنیتي چوپړا له خبرو داسي معلومیږی چي لا هم د دواړو هیوادونو هنرمندان د یوه بل سره خواخوږی لری.

علی ظفر او پرنیتی چوپړا په ۲۰۱۴ کال کي په فلم (کل دل) کي یوځای سره کار کړی و،  په دغه فلم کې د دوی تر څنګ رنویرسینک او ګووندا هم مهم رول لوبولی و.


بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t