نيوزيلنډ د هند څخه لوبه وګټله

نيوزيلنډ د هند څخه لوبه وګټله

نن په انګلستان کي د نړيوال جام لپاره د تمريناتي سياليو په دوهمه ورځ د نيوزيلنډ او هندوستان تر منځ لوبه کي هند له ماتي سره مخ سو.

د لوبي پچه هند وګټله او د توپ وهني پرېکړه ئې وکړه چي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې نيوزيلنډ ته يو سل اتيا منډو هدف وټاکی.

نيوزيلنډ په دې تمریني لوبه کي په شپږ ويکټو او د روس ټايلر يو اويا او ويليمسن په اووه شپېته منډو د اته ديرشم اور په لومړي بال هندوستان ته ماته ورکړه.

سمیع سیرت


هند نیوزیلنډ

تبصره وکړئ

avatar