هغه مور، چي خپله لور يې په ۶۵ ډالره د جنسي تېري لپاره وپلورله!

هغه مور، چي خپله لور يې په ۶۵ ډالره د جنسي تېري لپاره وپلورله!

ژباړه: عزت الله ذکي

يوې ارجنټاينۍ مېرمني له يوه کس څخه تر ۶۵ ډالرو ترلاسه کولو وروسته هغه ته اجازه ورکړه، چي په لور يې جنسي تېری وکړي.

د مايرور د خبر له مخي، دغه ښځه د ارجنټاين په لاباند ښار کي وروسته ترهغه ونيول شوه، چي د يوه کس سره يې په يوه کور کي ژوند کاوه او تر ۶۵ ډالرو ترلاسه کېدو وروسته يې هغه ته پر خپلي ۱۱ کلني لور د جنسي تېري اجازه ورکړې وه.

دغه بې رحمې مور د خپلي لور تر دغه شکايت آورېدو وروسته هغه په دروغ ويلو تورنه کړه او هيله يې ترې وکړه، چي د موضوع آړوند پوليسو ته شکايت ونه کړي.

دا و، چي لور يې هغه څه چي پر هغې تېر شوي وه، خپلي خاله ته وويل، خاله يې هم ددې موضوع څخه پوليس خبر کړل او پوليسو دغه بې رحمه مور او جنسي تېری کوونکی کس دواړه ونيول.



سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t