افغان لوبغاړي په بریټانیا کې د افغانستان سفارت له لوري وستایل شول

افغان لوبغاړي په بریټانیا کې د افغانستان سفارت له لوري وستایل شول

افغان ملي لوبغاړي پرون ماښام د روژه ماتې مراسمو یا د (Iftar Party) لپاره په انگلستان کې د افغانستان سفارت له لوري وربلل شوي وو چې د کرکټ بورډ د عمومي مشر په ګډون پکې ټولو لوبغاړو ګډون وکړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په دغو مراسمو کې په بریټانیا کې د افغانستان سفیر ښاغلي سید طیب جواد، افغان اتلانو ته د پاکستان پر وړاندې په تمریناتي لوبه کې د بریا مبارکي وویله او دغه راز یې دوی ته په راتلونکو لوبو کې هم د بریاو ترلاسه کولو هیله وکړه.

سرچینه زیاتوي، همداراز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي عزیزالله فضلي هم په دغه ناسته کې د وینا پر مهال په بریټانیا کې د افغانستان سفارت له چارواکو مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغان لوبغاړي له بشپړ مورال او چمتووالي سره راغلي او هیله مند دی چې افغان اتلان به په نړیوال جام سیالیو کې سترو لوبډلو ته ماتې ورکوي.

باید وویل شي وړمه ورځ افغان لوبډلې په يوه ښه مسابقه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

 


افغان لوبغاړي،

تبصره وکړئ

avatar
t