د ۲۰۱۸ م کال محبوب ترینه ښځي؛ عالیه په کښي په لومړی مقام قرار لري

د ۲۰۱۸ م کال محبوب ترینه ښځي؛ عالیه په کښي په لومړی مقام قرار لري

د بالیووډ ځوانه، جذابه، ځیرکه او نوموتي سېنمايي ستورې عالیه بهټ د ۵۰ غوره او محبوب ترینه ښځو په خپور سوی لیست کي په تیر ۲۰۱۸ م کال کي په لوموړي مقام کي راغلي ده او د بالیووډ د نورو ښکلو او نوموتو ښځینه ستورو ډېپیکا، کترینا او سارا علی خان څخه هم مخکي تللي ده.

یاده سېنمايي ستورې ۲۶ کلنه ده چي نه یوازي يي په خپل ښه اداکاري بلکي په خپل ځيرکتیا سره يي یاد مقام تر لاسه کړی دي، یاد سیالۍ چي د لیاقت او کردار په اساس په انلاین  رایو په واسطحه تر سره سوی په کي عالیې لوموړی مقام خپل کړي دي.

پاته دي نوي چي یاد مقام په ۲۰۱۷ م کال کي د یو هندي موډلي سره وو چي اوس اووم مقام ته لویدلې ده او دېپیکا چي په دوهم مقام و اوس په څلورم مقام راغلي ده او کترینا په دریم مقام ځای لری او عالیه چي په ۲۰۱۷ م کال کي په ۳۷ مقام ځای درلود، په ۲۰۱۸ م کال کي يي په خپل زیار، ښه اداکاري او ځیرکتیا سره په لوموړی مقام کي راغلي ده.

یاد سیالۍ چي د لیاقت او کردار په اساس په انلاین  رایو په واسطحه تر سره سوی په کي عالیې لوموړی مقام خپل کړي دي

عالیه د ګولی بوای، سټوډینټ اف ده ییړ، های وي او رازی فلمونو له طریقه زیاته مشهوره سوه او همدا د نوموړي د زیار او ځرکتیا لامل دی چي په لوموړی مقام راځي.


بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t