د انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د سيالۍ په اړه زما نظر/سید سالار خادم

د انګلستان سره د افغان کرکټ لوبډلې د سيالۍ په اړه زما نظر/سید سالار خادم

_ نړيوال جام ته د تمريناتي سياليو په درشل کې د پاکستان لوبډلې په وړاندې د افغانستان بريا پرته له شکه د انګلستان لوبډله اندېښمنه کړې او د افغانستان د کرکټ ځانګړى سټايل به د لوبې په ښه ترسراوي کې انګلينډ کرکټ ملي لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

_ په تېره سيالۍ کې افغان کرکټ لوبډله د نړيوالو تبصره کوونکو او خلکو له لورې پدې ډېر وستايل شوه؛ چې د پاکستانۍ لوبډلې د چټکو توپ اچونکو په لوبونه کې د ډېر راحتۍ احساس کو او د تېروتنو ښکار نه شو؛ نو دا ځل هم زه فکر کوم د انګلينډ تېز توپ اچونکي نشي کولاى چې د افغان لوبډلې د بريا چانس کمرنګه کړي.

_ يو څه چې د نن په سيالۍ کې د افغان کرکټ لوبډلې د بريا خبره ممکنوي، دا ده چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ډېرى تکړه لوبغاړي ټپيان دى. زه فکر کوم دا به هم د افغان لوبډلې سره مرسته وکړي؛ ترڅو ښه سيالۍ نندارې ته وړاندې کړي.

_ انګلينډ کرکټ ملي لوبډله د وېشتنځاى (پيچ) سره پوره بلدتيا لري، اقليم ( آب-هوا) هم تر ډېره د لوبې په بريا کې نقش لري. د انګلينډ لوبډلې دا ځل هوډ کړى چې د اسټراليا څخه وروسته يا ورسره په انډول دا ځل د نړيوال جام د ګټلو خوبونه په رښتيا بدل کړي.

_ افغان لوبډله د پاکستان سره په سيالۍ کې د ويکټ-ساتنې او ډګر ساتنې په برخه کې ستونزې او غلطۍ د انګلينډ سره لوبه کې تکرار نه کړي.

_ راځئ چې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د بريا لپاره لاسونه لپه کړو. د لوبغاړو د ښه ځلېدو لپاره دعاﺀ وکړو. ښې ډېرې دعاوې وکړو.
_ راځئ چې د افغان لوبډلې بريا په ډزو، مقابلې لوبډلې ته په ښکنځلو، ناسمو القابو کارول او بې ځاى خرافاتو ونه لمانځو.

_ راځئ چې د بريا په صورت کې د الله تعالى څخه شکر اداﺀ کړو. شکرانه ورکړو. د شکرانې لمونځ ترسره کړو. د خوښۍ اوښکې توئې کړو. په چغو-چغو دجنګ څخه د نفرت او سولې نعاره د آسمان هسکو ته پورته کړو.

_ د لوبې د بايللو په صورت کې بايد ډېر احساساتي نه شو، مايوسي ته غاړه ورنکړو. بې زړه نه شو. لوبغاړي سپک نه کړو. درد ورنکړو. په ټولنيزه رسنۍ ناسمې ليکنې مه کوئ. لدې هر څه لوبغاړي خبرېږي. دردېږي. مورال او مينه يې کمزورې او د ژور خفګان لامل ګرځي.
جوش مو پر هوش مه غالبوئ. له چټک او بې بې انصافه قضاوت څخه کار مه اخلئ.

که تاسې هم د کرکټ لوبې څارئ. مينه ورسره لرئ. تبصرې مو خوښېږي. د نن سيالۍ په تړاو له ځان سره نظر لرئ. نو کولاى شئ په تبصره خونه(Comment-box) کې يې راته پرېږدئ.



ورزشن، نظر

تبصره وکړئ

avatar
t