د هوا ککړتيا؛ د افغانستان هوا له جګړې هم خطرناکه بلل شوې

د هوا ککړتيا؛ د افغانستان هوا له جګړې هم خطرناکه بلل شوې

فارېن پاليسي مجلې ليکلي دي، چې افغانستان کې د هوا ککړتيا يو ګواښ دی او دغه هېواد کې ککړه هوا له جګړې هم وژونکې ده.

د مطب ليکوال د گلوبل اېر بنسټ رپوټ ته اشاره کوي چې وايي ٢٠١٧ میلادي کال کې د ٢٦٠٠٠ افغانانو مړينې د هوا له ککړتيا سره تړاو درلود.

ملګرو ملتونو هم ويلي دي، دغه مهال درې نيم زره وګړي د ککړې هوا له امله د ورپيدا شويو ناروغيو له امله مړه شوي دي.

د هوا د ککړتيا اصلي لامل دا ښوول شوى چې خلک په ژمي کې تودوخې لپاره پلاستيک زغال او او داسې نور شيان سوځوي.




تبصره وکړئ

avatar
t