آمريکا: يو لوبغالی د مرغۍ د ناآرامۍ له آمله تخليه شو!

آمريکا: يو لوبغالی د مرغۍ د ناآرامۍ له آمله تخليه شو!

ژباړه: عزت الله ذکي

د آمريکا د نيوجزري آيالت يو لوبغالی، وروسته تر هغه تخليه شو، چي په يوه کونج کي يې يوې مرغۍ هګۍ اچولي وې.

ددغه لوبغالي چارواکو لوبغالی په دې وجه بلي سيمي ته انتقال کړ، ترڅو دغي مرغۍ ته مزاحمت ونه شي.

ياده مرغۍ چي په کيلډر پېژندل کيږي، تر دې پېښي دوې اوونۍ وړاندي يې د فوټي پارک لوبغالي جنوبي دروازې ته نږدې هګۍ اچولي وې.

د ريکورډ د خبر له مخي، ددغه لوبغالي کارکوونکو د لوبغالي تر انتقال وروسته هغه سيمه په ژړ رنګ مشخصه کړې، کومه کي چي مرغۍ هګۍ اچولي وې، ترڅو خلک دې سيمي ته داخل نه شي او د مرغۍ مزاحمت ونه کړي.

دا پېښه ددې سبب شوه، چي د لوبغالي د فوټبال ټيم تمريناتي لوبي تر څه مودې وځنډيږي او لوبغاړي د لوبغالي تر نقل مکان وروسته د لوبغاړي وروستۍ پرېکړي ته منتظر شي.



سیمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t