د نړۍ وژونکي سګرېټ اعلان شوه!

د نړۍ وژونکي سګرېټ اعلان شوه!

ژباړه: عزت الله ذکي

فلټر نه درلودونکي سګرېټ د هغو په پرتله چي فلټر لري، ډېر خطرناک ثابت شوي او ددغه سګرېټو آکثره څکوونکي ژر په سرطان مبتلا کېدای شي.

ميډيکل ايکسپريس د کارولينا پوهنتون د طبي څېړونکو له قوله ويلي، وروسته تر يو لړ تحقيقاتو دې نتيجې ته رسېدلي، چي په هر حالت کي فلټر نه شي کولای، چي سګرېټ بې خطره وښيي، ځکه سګرېټ تر ډېره د سرطان مرض اصلي عامل دی.

څېړونکو دغه څېړنه د ۵۵ کلنو او ۷۴ کلنو ترمنځ پر ۱۴ زرو تنو ترسره کړې ده.

په څېړنه کي په نظر کي نيول شوې، چي دغه کسان په ورځني ډول څومره او څو قطۍ سګرېټ څکوي؟

څېړني ښودلې، چي په ورځني ډول ۳۰ کلن کسان د ورځي يوه قطۍ سګرېټ څکوي او ۱۵ کلن بيا په ورځني ډول دوې قطۍ سګرېټ څکوي.

څېړنه کي معلومه شوې، چي په منځنۍ کچه ۵۶ کلنو کسانو په کلني ډول لږ تر لږه ۳۰ قطۍ سګرېټ څکولي دي.

د څېړونکو په خبره، د هغو کسانو لپاره چي بې فلټره سګرېټ څکوي، په سرطان د اخته کېدو امکان ۴۰ سلنه او د احتمالي مرګ امکان ۳۰ سلنه ډېروي.

د څېړني له مخي، خفيف، مافوق خفيف او منتولي سګرېټ تر عادي فلټر لرونکو سګرېټو ډېر خطرناک بلل شوي دي.

په عين حال کي هغه کسان چي خفيف او مافوق خفيف سګرېټ کاروي، په زيات احتمال سره ډېر لږ يې بيرته سګرېټ پرېږدي.

څېړونکي تراوسه په دې نه پوهېدل، چي ولي فلټر نه لرونکي سګرېټ نسبت فلټر لرونکو ته ډېر خطرناک دي؟ خو ښايي څېړونکي د سګرېټو د دود د غلظت په خاطر په دې باور شي او ياد سګرېټ د نړۍ وژونکي سګرېټ اعلان کړي.



روغتيا هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t