د بهارت فلم د مشهورولو لپاره؛ سلمان خان د پریانکا څخه مرسته وغوښته

د بهارت فلم د مشهورولو لپاره؛ سلمان خان د پریانکا څخه مرسته وغوښته

د بالیووډ د مشهورو سېنمایي ستورو سلمان خان او کترینا کیف نوی بهارت فلم چي د شوټینګ چاري یي پر ختمیدو دي او ویل کېږي په اختر کي به د سېنما پر پردو وړاندې سي. سلمان خان د یاد فلم د مشهورولو لپاره کمپاینونه او ځینو پروګرامونو باندي کار کوي تر څو خلک د یاد فلم لیدو ته راوبلي، چي د همدي کار لپاره یي د بالیووډ د مشهوري سېنمایي ستورې او د مشهور امریکایي سندرغاړی میرمني پریانکا چوپړا څخه د مرستي غوښتنه کړي ده.

اوس  چي ټاکل سوې ده بهارت  فلم په راتلونکې اختر کي پر سېنما نندارې ته وړاندې سي، سلمان خان په یوې مرکه کي له پریانکا چوپړا غوښتنه کړې ده چيد بهارت فلم مشهورولو کي ور سره مرسته وکړي او خلک دي یي کتلو ته را وبولي.

وروسته بیا سلمان خان په بهارت فلم کي د مرکزی رول وړاندېز د بالیووډ بلي ښکلې ستورې کترینا کیف ته وکړ او کترینا يي وړاندیز ته هر کلی ووایه.

سلمان‌ خان د یوي پوښتني په ځواب کي چې پریانکا ولې د دې فلم په مشهورولو کي ور سره مرسته وکړي، هغه زیاته کړي ده، چي پریانکا چوپړا د دې فلم له کیسي سره ډېره مینه لري او هم یي خوښېږي.

پاته دي نه وی چي تیر کال سلمان خان د «بهارت» په نوم فلم کي د ښځینه رول لپاره پريانکا چوپړا ته وړاندیز وکړ، خو هغې په یاد فلم کي د کار کولو وړاندېز د خپل واده د مصروفیت له امله رد کړ. وروسته بیا سلمان خان په بهارت فلم کي د مرکزی رول وړاندېز د بالیووډ بلي ښکلې ستورې کترینا کیف ته وکړ او کترینا يي وړاندیز ته هر کلی ووایه.


بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t