کرنې وزارت يو شمېر ولايتونو ته د پستو زرګونه نيالګي ورکوي

کرنې وزارت يو شمېر ولايتونو ته د پستو زرګونه نيالګي ورکوي

د افغانستان کرنې وزارت وياند وايي، ياد وزارت په څلورو ولايتونو کې کروندګرو ته ۱۴۰۰۰ نيالګي ورکوي.

اکبر رستمي رسنيو ته ويلي دي، ياد نيالګي په جوزجان، بلخ، سرپل او سمنګان ولايتونو کې پر بڼوالو وېشل کېږي.

هغه وايي، دا کار د اقتصاد د پياوړتيا په هدف کېږي.

د ښاغلي رستمي په خبره، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت تر اوسه په ۲۹ زره جریبه ځمکه کې د پستې بڼونو جوړ کړي چې لس زره جریبه یې د دغه هیواد په شمال کې دي.




تبصره وکړئ

avatar
t