ننګرهار: د دوو پروژو د چارو پیل کېدو هوکړه لیک لاسلیک شو

ننګرهار: د دوو پروژو د چارو پیل کېدو هوکړه لیک لاسلیک شو

 

د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د سیمه ییزې همغږۍ پروګرام له لوري په بهسودو ولسوالۍ کې د څه د پاسه ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰۱۰ مترو په اوږدوالي استنادي دیوال او د ۱۰۱۰ مترو په اوږدوالي بولډروال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ددې ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل د دې دیوالونو څخه یو یې د بهسودو ولسوالۍ د میرک بیلې بولډروال دی چې ۲۳،۹۵۴،۰۹۳ افغانیو په لګښت د ۱۰۱۰ مترو په اوږدالي جوړیږي او دوهم یې د بیز اکمالاتی استنادي دیوال دی چې ۱۳،۹۳۳،۲۹۲ افغانیو په لګښت جوړیږي،چې د دې پروژو په تطبیق سره به نږدي ۵۰۰ جریبه ځمکه او په سلګونو کورونو د سیلابونو له ګواښ څخه وژغورل شي.

د یو بل خبر له مخې د WHH موسسې لخوا د جرمنې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته د ۲۱۶ زره یورو په لګښت په سره رود او بهسودو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د ۱۰ شبکو د جوړیدو چارې روانی دی او کارونه یی نږدې په سلو کې ۵۰ بشپړشوي دي.

د دې پروژو به بشپړیدو سره به د بهسودو او سره رود په ولسوالیو کې ۱۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.



پروژې، راپور

تبصره وکړئ

avatar
t