د مودي فلم نندارې ته وړاندې شو

د مودي فلم نندارې ته وړاندې شو

د مودي پر ژوند جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې شو چې پيل يې دومره ګټور نه وو.

ياد فلم په لومړۍ ورځ ۲،۸۸ کروړه پيسې وګټلې چې دا د فلم په ډګر تر ټولو سوړ بازار ښکاري.

د اومونګ کومار په لارښوونه جوړ شوي فلم ته دویمه ورځ هم ګټوره تمامه نه ‌شوه، ځکه په دویمه ورځ یې لس کروړه وګټلې او د بالیووډ په فلم صنعت کې ډېرې کمې پیسې ګڼل کېږي.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ټاکل شوې وه دا فلم د تېرې اپرېل میاشتې په پنځمه یا ۱۲مه نندارې ته وړاندې شي، خو په ټاکنو کې د مودي سیاسي سیالانو نیوکه وکړه چې تر ټاکنو وړاندې به پر رایه ورکوونکیو اغېزه وکړي او په همدې خاطر تر ټاکنو وروسته د مې په ۲۴ نندارې ته وړاندې شو.




تبصره وکړئ

avatar
t