د سره رود څلور لاري په نوي او اساسي ډول جوړیږي

د سره رود څلور لاري په نوي او اساسي ډول جوړیږي

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د سره رود څلور لاري په نوي او اساسي ډول د جوړونې چارې پيل شوې، چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل تيره شپه د ښاروالۍ له انجينرانو او تخنيکي ټيم سره په ګډه له يادې څلور لارې ليدنه وکړه او همداراز يې په نوي جوړ شوي ډيزاين او د څلور لاري په ښه توګه رغونه کې خپل نظر له ياد ټيم سره شريک کړ او د چارو په ښه ډول ترسره کولو سپارښتنه يېوکړه.

د يادونې وړ ده چې د ياد چوک په جوړولو سره به په دغه مسير د ترافيکو د ګڼې ګوڼې کنترول لپاره سرکونو کې پراخوالی او د هر مسير وسايطو ته مشخص مسير نښه شي او هر لوری به په پرمخ تللو بريښنايي ترافيکي اشارو سمبال شي.



بیارغوونه، سره رود

تبصره وکړئ

avatar
t