هلمند کې د سولې په پار د قرائت او حفظ سيالي ترسره شوه

هلمند کې د سولې په پار د قرائت او حفظ سيالي ترسره شوه

د هلمند ولايت مقام او حج اوقاف رياست له لوري د سولې او امن په پار د قران الکريم د قرائت او حفظ درې ورځنۍ سيالۍ په لاره اچول شوې وې، چې نن يې د پای مراسم ترسره شول.

د مراسمو په پيل کې د حج اوقاف ريس حافظ محمد داود مدقيق او يو تن ديني عالم خبرې وکړې او وې ويل: افغانان تر بل هر وخت سولې ته سخت سترګې په لاره دي او له روانو اوږدمهالو جګړو نور ستړي دي.

هغوی زياته کړه، د جګړو تر ډيره قرباني ملکي وګړي دي، چې نيږدې هر کور دغه درد ليدلی، ديني عالمان په نښه شوي ، مسجدونه او ديني مراسمو باندې ترورستي بريدونه شوي، خلک فقر او بې وزلۍ سره مخ شوي، چې د ټولو عوامل بدمرغه جګړه ده او ددې اوږدې کشالې يوازنۍ حل لاره سوله او خبرې اترې دي.

هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان د خپلو خبرو پر مهال د سولې په نيت د قران الکريم د قرائت او حفظ سيالي وستايلې او وې ويل: دغه ډول ديني او مذهبي ناستې او غونډې نه يوازې د مسلمانانو ترمنځ د قران لپاره مينه او ليوالتيا زياتوي، بلکې د يووالي، سولې او د ټولنې د سمون درس هم ورکوي.

هغه د سولې او د ټولنې د اصلاح برخو کې د ديني عالمانو رول تر ټولو اغيزناک او د وګړو د باور وړ ياد کړ او ټينګار يې وکړ، چې حکومت او ولايتي اداره ديني عالمانو ته په درنښت قايله او سلا مشورو ته يې لومړيتوب ورکوي.




تبصره وکړئ

avatar
t