سبا پنجشنبه د کرکیټ نړیوال جام پېلیږي

سبا پنجشنبه د کرکیټ نړیوال جام پېلیږي

د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام د افغانستان په ګډون د ۱۰ هیوادونو ترمنځ سبا پنجشنبه پېلیږي.
د نړیوال جام سیالۍ په دوو هیوادونو انګلستان او ویلز کي ترسره کیږي، چي لومړۍ لوبه سبا پنجشنبه په انګلستان کي د انګلستان او سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
دا ځل نړیوال جام داسې ترتیب سوی دی چې ټولې لس لوبډلې به یو بل سره سیالۍ کوي او هغه لوبډلي دوهم پړاو یا کواټر پاینل سیالیو ته لاره پیداکوي، چي ډیري بریاوي یې خپلي کړي وي.
افغانستان هم په دې سیالیو کي ګډون لري، چي د راتلونکي شنبې په ورځ د جون په لومړۍ نېټه د آسټرالیا په وړاندي، د جون په ۴مه د سریلانکا په وړاندي، د جون په ۸مه د نیوزېلینډ په وړاندي، په ۱۵مه د سویلي افریقا په وړاندي، په ۱۸مه د انګلستان په وړاندي، په ۲۲مه د هندوستان په وړاندي، په ۲۴مه د بنګله دېش په وړاندي، په ۲۹تمه د پاکستان په وړاندي او د جولای په څلورمه د ویسټ انډیز په وړاندي لوبیږي.
د افغانستان د کرکیت بورډ چارواکي وايي، چي افغان لوبډلي دې سیالیو ته پوره چمتوالی نیولی.
دا دویم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې برخه اخلي.

صابر حمیدي



نړیوال جام

تبصره وکړئ

avatar
t