د پزي پر سر باندي د تورو دانو د له منځه وړلو لپاره څه وکړو؟

د پزي پر سر باندي د تورو دانو د له منځه وړلو  لپاره څه وکړو؟

د هغه انسانو چي جلد یا پوستکی یې چرب وي پر پوستکي باندي یي د دغه تورو دانو احتمال زیات وي چي زیاتره دغه توري دانې یې د پزي پر سر وي. د دغه دانو د له منځه وړلو لپاره ځیني ماسکونه په لاندی ډول دي چي تاسي کولای سئ استفاده ترې وکړئ.

۱- د شينو چایو ماسک: شينې چای د پوستکي لپاره ډېري ګټوري دي. د ضرورت په اندازه شينې چای د پوډر په څېر میده کړئ او بیا یې د اوبو سره ګډي کړئ، د ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پوري يې پر خپل پوستکي کښېږدئ او وروسته یې په ګرمو اوبو سره ومینځئ دا ماسک باید په هفته کي درې ځلي استفاده کړئ.

۲- د هګۍ  د سپین ماسک: د یوې دانې هګۍ سپین او دوې کاچوغي د لیمو اوبه په یوه کاسه ک سره ګډي کړئ او وروسته یې پر خپلي پزي ووهئ تر څو وچ سي او پام مو وي چي هر څومره ستاسو پر پوست دا توري دانې ډیري وي په هغومره اندازه تاسو کولاې سئ ددې موادو د وچیدو وروسته نور مواد بیا په ووهئ . د وچیدو څخه وروسته د ماسک په ډول دا مواد د خپل پوست څخه جلا کړئ او مخ مو ومینځئ. دا ماسک په هفته کي دوه ځلي استفاده کولاې سی.

۳- د عسلو ماسک: عسل د باکتریا ضد قوي خاصیت لري چي د پوستکي د دانو په لمنځه وړلو کي ګټور تمامیږی. د ضرورت په اندازه عسل د خپلي پزي پر سر او یا دپوستکي هغه برخه چي توري دانې پروي ووهئ او د ۵ څخه تر ۱۰ دقیقو پوري یې پریږدئ وروسته مو مخ ومینځئ.

۴- د غاښو د کریم او مالګي ماسک: یوه کاچوغه د غاښو کریم دیوې کاچوغي مالګي سره ګډ کړئ او د پزي پر سر یی ووهئ تر هغه وخته یی پریږدئ چی وچ سي او وروسته یی په اوبو سره ومینځئ. دغه ماسک هم په هفته کي یو ځلي یا دوه ځلي استفاده کولاې سئ .

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t