د پښو د بد بوی د لمنځه وړلو لپاره اسانه طریقې

د پښو د بد بوی د لمنځه وړلو لپاره اسانه طریقې

۱-پښې مو د مالګي په اوبو سره پریولئ : دوه ګیلاسه اوبه د یو ګیلاس سرکې او یو ګیلاس ملګي سره ګډي کړئ او د دوو هفتو لپاره هره ورځ د ۱۵ د قیقو لپاره خپلي پښې په دغه اوبو کي کښیږدئ تر څو مو د پښو بوی ورک سي.

۲- د سیب د سرکې څخه استفاده وکړئ: دوه ګیلاسه د سیب سرکه د دوه ګیلاسه تودو اوبو سره ګډي کړئ او د ۲۵ دقیقو لپاره خپلي پښې پکښي ونیسئ وروسته د ۲۵ دقیقو څخه خپلی پښې يه یخو اوبو سره پریولئ.

۳-د نخي جرابو څخه تر ډیره استفاده وکړئ.

۴- د ماشومانو د بدن د پوډرو څخه استفاده وکړئ: یوه بله اسانه طریقه د پښو د بد بوی د لمنځه وړلو لپاره داده چي د ماشومانو پوډر په خپلو بوټونو کي واچوئ ځکه دا پوډر د خولې مخنیوی کوي .

۵- د هوږي او عسل څخه استفاده وکړئ: پنځه دانې هوږی میده کړئ او د ۲ یا ۳ کاچوغو عسلو سره یی ګډی کړئ د ۱ ساعت لپاره یی پر خپلو پښو ووهئ او وروسته مو پښې په ګرمو اوبو سره پریولئ .

۶- پښې مو د باکتریا ضد صابون باندي همېشه مینځئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t