پکتیا: د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په موخه غونډه وشوه

پکتیا: د ځنګلونو د ساتنې او پراختیا په موخه غونډه وشوه

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه ددې ولایت له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او سپین ږیرو سره غونډه او خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې، چې د پکتیا د احمداباد او سید کرم ولسوالیو د سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ د کرنې رییس محمدالدین مومند، قومي مشرانو او مالدارانو هم ګډون درلود د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند وویل: «د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د اساسي او مهمو ستونزو د هوارولو په پار زموږ دغه غونډه د ارزښت وړ دی ځکه په ګډه کولای شو، چې د خپلو ځنګلونو او طبیعي سرچینو ښه ساتنه او پالنه وکړو.»
ښاغلي مومند د سیمې اوسیدنکي وهڅول ترڅو پخپلو سیمو کې د ځنګلونو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او له هغوی څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.
په غونډه کې ګډونوالو د ځنګلونو د ساتنې او رغونې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د پکتیا دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو د بیارغونې او ساتنې په موخه هڅې کړندې کړې او دا لړۍ په روانه وي.



تبصره وکړئ

avatar
t