ماشوم ته شیدې ورکول د روانی لحاظه پرمور کوم تاثیرات لری؟

ماشوم ته شیدې ورکول د روانی لحاظه پرمور کوم تاثیرات لری؟

ماشوم ته شیدی ورکول د مور او ماشوم لپاره  بی شمیره کټي لری او دا چی پر میندو یی تاثیرات څه دي په دی مطلب کی یی ولولی.

۱-د مینی او محبت د احساس پیدا کیدل: ماشوم ته د شیدو ورکولو له کبله د مور په بدن کي د اوکسی توسین ماده ترشح کیږي چی له کبله یی په مېندو کي د ارامۍ، میني او مهربانۍ احساس پیدا کوي.

۲- د خوښۍ احساس پیدا کیدل: د شیدو ورکولو د مثبتو تاثیراتو څخه یو هم د ميندو په مغز کي د دوپامین تولید دی، چي د خوښۍ  د احساس سبب کیږي او دا احساس هغه وخت مېندو ته پیدا کیږي چي ماشوم  یی بغیر د مور د شیدو څخه په بل څه ارام نه سي نو په دغه وخت کی دوپامین د میندو په مغز کي ترشح کیږي او هغوی د خوښۍ احساس کوي.

۳- د مورکیدو د حس پیاوړتیا: ماشوم ته په شیدو ورکولو سره د مور او ماشوم تر منځ رابطه مظبوته کیږي او مور د مسولیت احساس کوي چی څنګه وکولای سي خپل ماشوم په ښه توګه وروزي.

د جسمی لحاظه یی پر مېندو تاثیرات:

  •  د حاملګی د وخت څخه د اضافه وزن کمښت
  •  د رحم د خونریزی کمښت
  •  د سینی د سرطان مخنیوی
  •  د تخمدان د سرطان مخنیوی
  •  د هډوکو په سلامتیا کی بهتروالی


روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t