کرنې وزارت يو شمېر ولايتونو کې د مېوو بڼونه جوړوي

کرنې وزارت يو شمېر ولايتونو کې د مېوو بڼونه جوړوي

د کرنې وزارت وياند وايي، وزارت په پلان کې لري چې سږ کال په ۱۶ ولايتونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي.

اکبر رستمي رسنيو ته ويلي دي، په ډېری ولايتونو کې به د انګورو تاکونه په عصري ډول کښېنول شي.

نوموړي زیاته کړه چې ټاکل شوې سږکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۳۵ ممیز خونې هم جوړې شي چې د نوموړي په خبره د بزګرانو د عوایدو د زیاتېدو او د ممیزو د تولید د معیاري کېدو لامل وګرځي.

د ښاغلي رستمي په خبره، په‌دې وروستیو کلونو کې شاوخوا ۲ زره عصري ممیز خونې جوړې شوي دي.




تبصره وکړئ

avatar
t