د څلوېښت کلونو ښځو خصوصیات

د څلوېښت کلونو ښځو خصوصیات

۱- ډېر د زوړوالي احساس نه کوي او ډېر د ځوانۍ احساس هم نه کوي.

۲- هغه جامې چي مخکي یې اغوستلې اوس ورته مناسبي نه دي.

۳- په خوب کي یې ګډوډي، کېدای سي په ډېري سختۍ ښه خوب وکړي.

۴- په میاشتني عادت کي یې تغیرات.

۵- د ډېرو مسؤلیتونو احساس کول.

۶- خپل ډېر فکر د اولادونو په اړه کوي.

۷- د خپلي ځوانۍ او ښایست ډېر فکر ورسره وي او په خپلو خیالاتو کي د ځوانۍ احساس کوي، خو په جامعه کي دا احساس ور کول کېږي چي اوس د پخوالي سن ته رسېدلې ده.

۸- د خوب د ګډوډۍ له امله اندېښنه او سټریس ورته پیدا کېږي، نو د همدې له کبله کېدای سي د پخوا په پرتله ژر په غوصه سي.

۹- د سرد درد د پیدا کېدل.

۱۰- په پوست کي یې د کونځو پیدا کېدل.

۱۱- د وریښتانو تويېدل.

۱۲- د پوست خشکي.

۱۳- د وزن ډېروالی.

۱۴- د شپې لخوا خوله کول.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t