حسد کوونکي او پر ځان یې د حسد زیانونه

حسد کوونکي او پر ځان یې د حسد زیانونه

حسد کوونکي مخکي له دې چي نورو ته زیان ورسوي خپل ځان متضرره کوي، چي ځیني زیانونه یې پر خپل ځان باندي په دا ډول دي:

۱- غم او اندېښنه : حضرت علي (رض) فرمایلي دي: د چا چي حسد ډېر وي غم یې اوږد دی. حسد کوونکي هیڅ وخت د خوښۍ او آرامۍ احساس نه کوي، د ځانه ناراضه وي، امام صادق(رح) فرمایي د حسد کوونکي لپاره راحت نسته.

۲- درد او غوصه: حسد کوونکي د دې لپاره چي نورو ته ورکړل سوي نعمتونه نسي زغملای پر الهي تقدیر غوصه او د الله (ج) څخه ناراضه وي. خپل د شاوخوا خلګو سره په درد برخورد کوي چی په نتیجه کي یې د ټولني څخه د لیري کېدو سبب کېږي.

۳- پرېشاني او تشویش: نارامي، تشویش او پریشاني حسد کونکې د وخت په تیریدو ضعیفه کوي، خوب، خوراک او د ژوند خوښي ځیني اخلي، جسمي او رواني ناروغۍ ورته پیښوي.

۴- حسد کوونکي د دې لپاره چي مقابل طرف سپک راولي د هغه په غیبت، بد ویلو او تهمت باندي لاس پوري کوي چي په دې کار سره په ټولنه کي د نورو د مخالفت سبب ګرځي.

۵- حسد په انسان کي د بدو کړنو لکه غلا، قتل، دښمنۍ او داسي نورو د پیدا کېدو سبب ګرځي.

ژباړه: عایشه عزیزي

 



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t