د سر د کا اسانه درملنه

د سر د کا اسانه درملنه

د سر کا کول یو له هغه ستونزو څخه ده چي ژر باید حل سي، ځګه د وخت په تېرېدو کېدای سي ستاسو د سر پوست او وریښتانو ته ضرر ورسوي.

۱- د سر د خارښت کمولو لپاره خپل شامپو او د سر روغن ته تغیر ورکړئ، تر څو درته معلومه سي چي ایا د سر د پوست کا مو د همدې له خاطره وه که نه.

۲- د هګۍ سپین د زیتون د غوړو سره ګډ کړئ او د خپل سر پر پوست یې ووهئ. څو دقیقې صبر وکړی او وروسته مو سر پرېولۍ چي ستاسو د سر کا په له منځه وړلو کي به مرسته وکړي.

۳- د زیتون، بادامو،او یا کوپړې غوړي لږ څه ګرم کړئ او خپلو وریښتانو ته مو مساژ په ورکړئ ، د څو ساعتونو لپاره یی پریږدئ، که مو چیري د سر د پوست کا د خشکی له کبله وي نو ددې طریقې پواسطه به ژر د منځه ولاړه سي.

۴- د وریښتانو د نرم برس څخه کار واخلئ او هره ورځ مو په صحی طریقه سره وریښتان برس کړئ ځکه د وریښتانو برس کول د سر په پوست کي د وینی د جریان سبب کیږي او کولای سي د سر خارښت مو کم کړئ.

۵- خيل وریښتان مو د ډیر وخت لپاره د لمر څخه وساتئ ځکه د پوست سرهم کیدای سي د مخ د پوست په څیر د لمر پواسطه وسوځي چي له کبله یی ستاسو سرخارښت پیدا کړي .

۶- که چیری مو لاسونه چټل وی نو هیڅ کله یی سر ته ورنه وړی ځکه کیدای سي ستاسو د لاسو چټلی ستاسو د سر د پوست د خارښت سبب سي.

۷- که چیری دا طریقی کټوری درته تمامی نه سوې نو بهتره ده چي ډاکټر ته ولاړ سي.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t