د پښتورګو سالمه ساتنه!

د پښتورګو سالمه ساتنه!

پښتورګي د انسان د بدن یوه حیاتي برخه ده او رول یې د بدن د سلامتۍ لپاره ډېر مهم دی، چي د ساتني لپاره یې باید ډېره پاملرنه وکړئ.

۱-په زیاته اندازه اوبه او نور مایعات وڅښئ په خاصه توګه بیا د ورزش او ګرمۍ په موسم کي چي د بدن زیاته اندازه اوبه مو د خولې پواسطه خارجیږی.

۲- د غنمو د اوړو څخه د پاخه سوو خوړو څخه ډیره استفاده وکړئ.

۳- د ډیر مالګین او غوړ لرونکي خوړو د خوړولو څخه ډډه وکړئ.

۴- زیات وزن درلودل د ویني د فشار د ډیریدو سبب کیږي، چی د ویني ډیر فشار د پښتورګو لپاره مضردي نو د همدې لپاره باید خپل وزن ته پام وکړئ.

۵- د هګۍ سپین د پښتورګو لپاره د ګټورو غذاوو څخه دي ځکه هغه پروټین چي پکښي موجود دی هغه د پښتورګو لپاره هم د پروټین سالمه منبع ده.

۶- په خپلو خوړو کي د مالګي پر ځای که د هوږي څخه استفاده وکړئ د پښتورګو لپاره به مو ګټور وي.

۷- د ویني فشار مو همېشه وګوری، ځکه د ویني لوړ فشار کومي خاصي علامې کېدای سي تاسي ته ښکاره نسي او د ځینو مشکلاتو چی یو یې د پښتورګو دي ورسره مخ سئ.

۸- که د نشه یي توکو څخه استفاده کوئ نو په کامله توګه یې باید پرېږدئ. نشه یي توکي لکه څنګه چي د بدن پر نورو برخو بد تاثیر کوي د پښتورګو لپاره هم مضر دي.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t