د دا ډول نارینه وو سره واده مه کوئ

د دا ډول نارینه وو سره واده مه کوئ

د روانشناسۍ له مخي، هغه نارینه چي د ښځو د بېزارۍ او خوابدۍ سبب ګرځي او باید ورسره په واده کولو کي دقت وسي او دغه صفات لري:

۱- هغه نارینه چي همېشه غواړي د ښځو په مجلس کي کښېني او خپل زیات وخت د ښځو سره تېر کړي، چي مېرمني د دوی د دې رفتار څخه همېشه شکایت لري.

۲- هغه نارینه چي همېشه د ارام غوښتونکي وي او غواړي خپل وخت بېکاره تېر کړي.

۳- هغه نارینه چي همېشه په خپلو کارو پسې وي او کورنۍ ته زیات وخت نه ورکوي.

۴- ژر غوصه کېدونکي نارینه چي همېشه پر کوچني خبره جنجال کوي او خپل ښه ژوند پر مېرمني، اولادونو او نژدې خپلوانو تریخوي.

۵- هغه نارینه چي د مشکلاتو په وخت کي مشکلاتو ته د حل لاري لټولو پر ځای میدان پرېږدي او تېښته کوي. معلومه خبره ده هغه نارینه چي په ژوند کي د مبارزې توان ونه لري د مېرمني د خفه کېدو باعث ګرځي.

۶-هغه نارینه چي غواړي مېرمني خطاباسي او نور د کوم مسؤلیت منونکي نه وي.

۷- هغه نارینه چي په اساني سره کولای سي درواغ ووایي.

ژباړه: عایشه عزیزي



هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t