په روژه کي د نعناع خوړولو ګټي

په روژه کي د نعناع خوړولو ګټي

۱- په روژه مات او د روژه مات څخه وروسته د ډیرو خوړو، اوبو او چایو څښلو له کبله ځیني اشخاص د معدې د درد سره مخ کیږي چي نعناع د نس باد اود معدې درد له منځه وړی.

۲- په روژه کي پوست د اوبو د کموالی، نامناسبي تغذیې او لږ خوب له کبله خشک او یا هم د دانو د ډیروالي سبب کیږي. دا چي نعناع د ویټامین سی درلودنکی ده د پوست په نرمي او دانو په مخنیوی کي مرسته کوي.

۳- په روژه کي د بیلا بیلو عواملو له کبله زیاتره اشخاص د سر د درد څخه رنځ وړی. نعناع دزیاتی منتول مادې په درلودلو سره دا درد د منځه وړی.

۴- نعناع د بدن د چربي په کمولو کي مرسته کوي نو هغه اشخاص چي ډیر وزن لري او په روژه کي یې د خوراک د نا منظم والی له کبله نور هم وزن ډیریږي نعناع ورته ګټوره تمامیدای سي.

۵- نعناع د ادرار د ډیروالی سبب کیږي چي په روژه کي دپښتورګو  فعالیت ډیروي او د وچوالی مخه یې نيسي.

۶- نعناع په روژه کي د بدن او معدې د تقویت سبب کیږي.

۷- نعناع په روژه کی دعصبي ناراحتیو مخنیوی کوي.

ژباړه: عایشه عزیزي



اسلام روغتيا روژه هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t