ایوان څارووېچ اوخړلېوه! ماشومانو ته ډالۍ

ایوان څارووېچ اوخړلېوه! ماشومانو ته ډالۍ

تاسو ماشونو ( د ماشومانو د نړيوالې ورځې په ویاړ )ته څه ډالۍ ورکړه ؟
نه و ، نه و ، دخدای کړه و ، دبنده ور ته کاته و، د خدای په پاچاهانو کې یو پاچا و. دا پاچا واسلاو اندرووېچ نومېده ، هغه درې زامن درلودل . درې شهزادګان .
دده یو زوی دیمتری څاروېچ ، دویم واسیلي څاروېچ او درېم ایوان څارووېچ نومېدل.
دغه پاچا په خپلې پاچاهۍ کې داسې یو لوی او زرغون باغ درلود ، چې ددنیا په ټولو پاچاهیو کې یې ساری نه وو.
د پاچا په دغه باغ کې رنګا رنګ ، قیمتي میوه لرونکي او بې میوې ونې زرغونې وې. خو په ټولو دغو ونو کې ، پاچا ته یوه ونه ډېره ګرانه وه . دغه ونه ، د مڼې ونه وه . د مڼو په دغې ونې کې د زرو مڼې زرغونېدلې.
د واسلاو پاچا سره داور مرغه (سمندر) ډېرعادت شوی و، او تل به دده باغ ته را الوته . ددغه مرغه وزرونه ، سرو زرو او سترګې یې دختېځ الماسو ته ورته وې.
دغه مرغه ، هره شپه د پاچا باغ ته را الوته او پاچا ته د ګرانې ونې په زرینو څانګو کې کېناسته . دغه مرغه د زرینو مڼو له دغې ونې نه ، زرېنې مڼې شکولې او بېرته به الوته.
پاچا واسلاو اندریووچ د خپلې زرېنې مڼو له ونې نه ، ځکه ډېرمایوسه شوې و ، چې هغه د اور مرغه د هغې نه ، ډېرې زرېنې مڼې ټولې کړې وې . هغه و چې هغې خپل زامن راو غوښتل او هغوی ته یې وویل :
ـــ اې زما ګرانو ماشومانو ، کوم یو د تاسو کولای شي ، زما په باغ کې د اور مرغه ونیسئ؟ هرڅوک چې دغه مرغه ژوندی ونیسي، هماغه ته به په ژوند خپل نېمه او تر ژوند وروسته خپله ټوله پاچاهي وروبښم .
شهزادګانو ترلږ ځنډ وروسته ، ټولو په یوه آواز وویل چې:
ــ معظم ټولو اکه! تاسو تل ډېره مهربان یاست، ستا دربار ډېر لوی دی . موږ به په ډېرې مېنې او یو آواز سره ددغه مرغه په نېولو کې هڅه وکړو.
هغه و چې د باچا زامنو په وار سره د باغ څارنه او ساتنه پیل کړه . تر ټولو نه مشرې دېمتري څارووېچ ، د پلار تر خبرو وروسته لومړۍ شپه باغ ته لاړ او دزرینو مڼو تر ونې لاندې چې سمندر به زرینې مڼې ترې ټولولې ، کېناست.
دېمتري ، باغ ته درسېدو سره سم ، د زرینو مڼو دونې لاندې خوب یووړ . نه یې څه ولیدل اونه یې څه واورېدل . سمندر د تل په شان راوالوت ، د پاچا د زرینو مڼو له ونې نه یې مڼې ټولې کړې او بېرته والوت.
شپه سهار شوه ،پاچا خپل زوی راوغوښت او ترې ویې پوښتل : ښه ګرانه زویه ! سمندر دې ولید که نه ؟
دیمتري څارووېچ ځواب ورکړ: پرون شپه ، سمندر ،باغ ته رانه غئ.
د وار له مخې دویمه شپه ، د باغ څارنې ته واسیلي څارووېچ ، ځان چمتو کړ د زرینو مڼو د ونې په څانګو کېناست او د زرینو مڼو په ټولولو یې پیل وکړ. اېوان څارووېچ ، داسې په پټه ، پټه ، ځان هیلۍ ته ور ورساوه ،چې د مرغه هېڅ پام نه شو . اېوان ، هڅه وکړه چې سمندر را ونیسي . خو د اېوان په منګولو کې د هغه یوه بڼکه پاتې شوه.
سمندر ولاړ والوت ، اېوان پاتې شو او د هغه یوه بڼکه . هغه دا بڼکه په منګولو کې کلکه نېولې وه .
کله چې سهار پاچا واسلاو ، له خوبه راوېښ شو ، دربار ته راغئ ، اېوان څارووېچ ، ځان در بار ته ورساوه ، او دربار ته یې د سمندر بڼکه وړاندې کړه . پاچا له دې کبله له خوښۍ نه په جامو کې نه ځاېیده ، چې د هغه کشر زوی ، لږ تر لږه وکولای شول ، سمندر وویني او آن د هغه یوه بڼکه هم ترې راوړي .
دغه بڼکه ډېره عجیبه وه ، دې بڼکې معجزې کولې . په ډېره احتیاط سره یې کولی شو ولېږدوي . هغه داسې ځېلده ، ته به وایې چې په سلګونو شمعې لګېږي.
پاچا واسلاو هغه بڼکه د خپلې ناستې په کوټه کې کېښوده . هغه ، هغه بڼکه د یوه نښې په توګه ساتله .
څو موده وروسته، بیا خبر راغئ ، چې سمندر باغ ته را الوتی دی . پاچا بیا خپل زامن راوبلل او هغوی ته یې وویل ؟
ـــ زما ګرانو ماشومانو، زما دعا واخلئ او لاړشئ ، دا وار دا مرغه دا سمندر ما ته ژوندی راونیسئ . هغه څه چې ما یې وعده کړې ، هغه به هغه څوک ګټي چې ته مرغه ژوندی راورسوي .
د پاچا دوو مشرو زامنو ، له خپل واړه ورور سره رخه کوله او په هغه یې له دې کبله ملنډې وهلې ، چې ګواکي هغه د سمندر بڼکه پلار ته را وړې ده .
هغو دواړو ، د پلار دعا او خیر واخیست او په ګډه د مرغه په لټولو پسې وخوځېدل . دوی ټینګ تکل وکړ ، چې دا د اور مرغه به هرو مرو دا وار ونیسي.
اېوان څارووېچ هم له پلاره نه د دعا غوښتنه وکړه او غوښتل یې چې د باغ پلو ته وخوځېږي . خو پلار هغه ته وویل :
ـــ دزړه سره زویه ! ګرانه نازولیه ! لاتر اوسه ډېر وړوکی یې په لرو سېمو کې ددغه شان یو مرغه لټول ، د داسې ماشوم لپاره ښه نه ګڼل کیږي ، دا خو باغ نه دې ، ما ستا وروڼو ته ویلي ، چې هغه لرو لرو ملکو ته لاړ شي او سمندر وګوري . زه نه غواړم چې ته له مانه لرې و اوسې ، ته څه کوې چې ځې ، هسې هم هغه دی ، ستا دوه وروڼه ، ددې مرغه په نېولو پسې لاړل ، که ته هم لاړشي او درې واړه له مانه لرې شي ، ما ته به ډېره ګرانه وي هوکې زویه ، ته وینې چې زه هم اوس زوړ یم ، خدای مه کړه ، که تاسې درې واړه ، نه وې او خدای په خپله رضا زما ژوند رانه واخلي ، نو څوک به بیا د پاچاهۍ پرتخت کښېني ؟ که زه مړ شم ، تاسې هم و نه اوسې ، بیا به خلک یاغي او یا به ددوی ترمېځ تربګني او جګړې پېښې شي. زما به هېڅوک نه وي چې مشر شي؟
مګر د پاچا دغو خبرو او نورو ټولو دلایلو ونه شو کولای ، د هغه کشر زوی اېوان قانع کړي اوله تګ نه یې را و ګرځوي.
اېوان د مور او پلار دعا واخیسته ، ځان ته یې یو آس خوښ کړ ، دعا یې وکړه او بې له هغې چې خپله هم پوه شي ، چېرې ځې ؟ یو نا معلوم پلو وخوځېد.
هغه همداسې روان و . نه پوهیده چې هغه لرې ځي که نږدې ، پورته ځي که ښکته ؟ ژر به دغه کیسه پای ته رسېږی که وروسته ؟ په هر حال ، هغه په پای کې یو شنه ، لوی ، پراخ ډاګ ته ، چې سر او پای یې نه ښکارېده ، ورسېده . په دې پاک ډاګ کې یو پایه (ستنه) ولاړه وه . په ستنې کې لیکل شوی و:
ــ هرهغه څوک چې ستنې ته مخامخ لاړشي ، هغه به وږی او تږی وي.
هغه څوک چې د هغې ستنې ښې خوا ته لاړ شي ، هغه به روغ او ژوندی وي ، خو آس به یې مري . هغه څوک چې ددې ستنې کیڼې خواته لاړ شي ، دی به په خپله ووژل شي، خو آس به یې روغ او ژوندی پاتې کیږی.
شهزاده اېوان څارووېچ دغه لیکنه ولوستله ، فکریې وکړ او تر یوې شېبې سوچ وروسته یې دستنې ښې خوا ونیوله . هغه داسې فکروکړ، خیر که آس مې مړشي ، زه خو به ژوندی پاتې شم او زه چې ژوندی پاتې شوم د وخت په تېردو به بل آس ځانته پیداکړم.
هغه هم داسې روان و ، یوه ورځ ، دوه ورځې ، درې ورځې ، چې ناڅاپه یې مخې ته یو خړ لېوه را پیدا شو او ده ته یې وویل:
ــ ځوانه شهزاده اېوان څارووېچه ! تا خو په ستنې ښه ولوستل ، که دې خواته راشې ، ستا آس به مري ، نو ولې دې خواته راغلې ؟ لېوه ، شهزاده په همدې خبره کې راونیو ، د هغه پر آس یې ور ودانګل ، هغه یې دوه څېرې کړ او نوریې نو ځان ورک کړ.
شهزاده اېوان څارووېچ ! خپله آس پسې ډېر خپه شو، ساندې او ژړایې وکړې او تریو څه ځنډه په پښو وخوځېد.
هغه ټوله ورځ روان و ، داسې ستړی شو ، چې مه کوه پوښتنه . په زړه کې یې تېره شوه چې یو چېرې کښیني او دمه وکړي ، چې خړ لېوه یې بیا مخې ته ودرېده او هغه ته یې وویل :
ـــ شهزاده اېوان څارووېچ ! زه ډېره بښنه غواړم ، زه ډېره پښمانه یم ، چې ته مې دومره په عذاب کړې ، ستا مهربانه آس مې وواژه … راځه ، زما په اوږو کښېنه ، را ته ووایه چې چېرته او ولې ځې؟
ــ شهزاده اېوان څارووېچ ، خړ لېوه ته وویل چې چېرته درومې ،لېوه وخوځېد ، هغه ترهرښه آس نه چټک روان و . له څه مودې نه وروسته ، لېوه ، اېوان څارووېچ ، هغه ځای ته چې په کار و ، ورساوه. خړ لېوه ، شهزاده اېوان د نیمو شپو پر وخت ، د یوه دېوال مخې ته ورساوه . دا دېوال ډېر لوړ او پلن وو ، لېوه هلته ودرېده او وي ویل :
ـــ ای شهزاده اېوان څارووېچه ! اوس نو زما له اوږو راپریوزه، د تیږو په دغه دېوال ورواوړه ، ددغه دېوال ترشاه ، یو باغ دی ، هلته په باغ کې په یوه زرین قفس کې سمندر یا زرین مرغه ناست دی ، ته به لاړ شې هغه زرین مرغه به ونیسې ، خو پام دې اوسه ، چې زرین قفس ته لاس ورنه وړې . خدای مه کړه ، خدای مه کړه ، که ته زرین قفس ته لاس وروړې یا هغه را واخلې ، نور نو تا څوک له هغه ځایه ، وتلوته نه پرېږدي . تا همالته نیسي.
شهزاده اېوان څارووېچ د باغ په دېوال ورواښت ، په زرین قفس کې یې زرین مرغه ولید ، ښه ورنېږدې شو ، هغه یې له قفس نه را ووایست ، ښه یې په منګولو کې ټینګ کړ او بېرته له باغ نه راووت ، په همدې شېبې کې یې له ځانه سره فکر وکړ او وی ویل :
ــ دا مې څه وکړل زرین مرغه مې بې له قفسه راواخیست ، دا به زه چېرته او په کوم ځای کې ساتم .
هغه دلېوه خبره له یاده ایستلی وه ، بیرته باغ ته ورستون شو ، همدا چې قفس ته یې لاس ور ووړ، په ټول باغ کې یو شرنګ او شرونګ جوړ شو ، ګواکي له دې زرین قفس سره ، د باغ د ټولو آوازونو ، مزي تړلي وو.
ددغه شر اوشور سره سم ، د باغ ټول ساتونکي را وېښ شول ، په يوه شېبه کې یې شهزاده اېوان څارووېچ ونیو او سمندر یا زرین مرغه یې خپل پاچا ته چې دولمت نومېده ، بېرته را ورسولو.
دولمت پاچا ، په اېوان څارووېچ ډېر په غصه و او د هغه سره یې په قهر او غضب خبرې پیل کړې:
ــ ای زلمیه ، څنګه او څومره بې شرمه یې ، پوهېږې چې غلا څومره بد کاردی ؟ ته لا پسې څوک یې ، د کوم ځای یې ، پلار او مور لرې ؟ نه یې لرې؟ ستا پسې لا نوم څه دی؟
اېوان څارووېچ هغه ته وویل :
ــ زما نوم ، شهزاده ، اېوان څارووېچ ، د اعلیحضرت پاچا واسلاو اندروویچ زوی او د هغه له واکمنۍ نه راغلی یم . ستاسو سمندر ، زمونږ باغ ته په راتګ او الوتلو روږدی شوی دی ، هغه هره شپه زمونږ باغ ته را الوزي . زما د پلار د زرینو مڼو له ګرانې ونې نه ، زرینې مڼې را شکوي . دې مرغه هغه ونه ، چور ، له کاره اېستلې ده . نو هغه و ، چې زما مور و پلار ، زه په دې زرین مرغه پسې را ولیږلم ، چې هغه پیدا کړم او هغوی ته یې ور وړم .
دولمت پاچاه چې داخبرې واورېدې، د هغه په ځواب کې وویل :
ــ اې ساده زلمیه ، اېوان څارووېچه ! دا دې څه کړم ؟ دا خو ښه کار نه دی . ته به ماته راغلی وای ، ما به په ډېر ویاړ سره دا مرغه تا ته درکړی وای ، خو اوس ، زه نه پوهیږم دا به ښه وي که بده ، که زه ټولو هېوادونوته ، ستا ددې کړو په اړه خبر ورکړم ، چې څنګه تا زما په پاچاهۍ کې داسې بد کارکړی دی ؟ خو زه دا کار نه کوم ، ښه راته غوږ شه ، اېوان څارووېچه ! ته به هم ما ته یو کار وکړې ، ته به بلې دنیا ته لاړ شې ، که له بلې دنیا نه ، دهغې له پاچاهۍ نه د افرون له پاچاهۍ نه ، ما ته دزرین یال آس راولې ، نو زه به بیا تاته ، په ډېر ویاړ سره دغه سمندر یا زرین مرغه دروبښم . او ، او واه دې تا په ځان ، که ته دا چاره تر سره نه شې کړای ، نو هغه وخت به زه د دنیا ټولو پاچاهیو ته خبر ورکړم ، چې ته یو بد مرغه غل یې .
شهزاده اېوان چارووېچ ، په ډېرې خواشېنۍ سره له پاچا دولمت نه را وخوځېد، خپل آس هغه ته پرېښود . هغه بیا خړ لېوه ته ځان ور ورساوه . او ټول هغه څه یې ور ته وویل چې دولمت پاچا ترې غوښتي وو . خړلېوه چې دده خبرې واورېدې ، ده ته یې وویل :
ـــ ای ساده شهزاده اېوان څارووېچه ! ته ډېر لا ځوان یې ، تا ته وایم اې شهزاده ، تا ولې زما هغه خبرې هېرې کړې او له باغ نه دې ، هغه زرین قفس راواخېست ؟
اېوان څارووېچ ، په ډېرې خواشېنۍ سره ځواب ورکړ:
ــ زه ډېر پښېمان او ملامت یم ، تا ته ډېر ملامت یم.
خړ لېوه چې شهزاده ته وکتل ، زړه یې پرې خوږ شو او ورته وې وویل:
ـــ راشه ، زما په اوږو کښېنه ،هر چېرې چې ته غواړې ، هلته به دې زه ورسوم .
اېوان څارووېچ د مهربانه خړ لېوه پرشاه کېناست. خړ لېوه په منډو شو . منډې ، منډې ، داسې منډې کله مرمۍ . تپه تیاره او د نېمې شپې زړه و چې د افرون پاچاهي ته ورسېد . کله چې د هغه پاچا د دربار د تېږو دېوال ته ورسېد، خړ لېوه ، شهزاده اېوان څارووېچ ته وویل ، ښکته شه!
اوس به ددې تېږو دېوالونو شا وخوا ته پیره او څارنه کوې ، هغوی ټول په همدې شېبه کې په درانده خوب ویده دي . ژر ور ننوځه او له هغه ځایه د زرین یال آس ونیسه او بېرته راووځه ، خو پام کوه ، چې په دېوال باندې هغه زرینه ځوړنده قیزه را وانه خلې ، چې کار به دې تر بدو بد تر شي.
اېوان څارووېچ دې تېږو په دېوال ور وخت ، آس یې ونیو ، او بېرته په ستنېدو شو . همدې کې یې سترګې په دېوال باندې په ځوړنده قیزې ولګېدې . هسې هغه پورې ور ونښت ، نه شوای کولای هغه را وا نه خلې . هغه و چې هغه یې را واخیسته . د را اخیستو سره سم ، شرنګ و شور شو ، د خطر زنګونه و غږېدل ، ځکه دخطر زنګونه ، ټول له همدې سره تړلي وو . له دې شر شور سره ، ټول څارونکي راوېښ شول او رامنډې یې کړې . هغوی اېوان څارووېچ یې کلک ونیو او افرون پاچا ته یې ور وست.
ابرون پاچا ، له اېوان چارووېچ نه پوښتنې پیل کړې:
ــ اې بې شرمه ساده زلمیه ! اې ځوانه ، راته ووایه څوک یې ؟ د کوم ځای یې ، پلار ومور دې لا پسې څوک دي؟ ستا خپل نوم څه دی؟
ـــ زما نوم شهزاده اېوان څارووېچ دی ، اعلیحضرت پاچا واسلاو اندریووېچ زوی او د هغه له واکمنۍ نه راغلی یم .
پاچا افرون حیران شو ، او تعجیب یې هغه ته وویل : ای ځوان اېوان څارووېچه! آیا دا کار چې تاکړی ، یو شهزاده یې کوي ؟ ته به ما ته راغلی وې ، ما به خپله تا ته ، دغه د زرو یال لرونکی آس درکړی وای .
ګوره اوس ، زه نه پوهېږم ، دا به څنګه شي ، که زه ټولو هېوادونو ته ، ستا ددې غلا په اړه خبر ورکړم او په کې ولیکم چې څنګه تا زما په واکمنۍ کې داسې بد کار کړی دی ، څنګه به وي؟
اېوان ، حیران پاتې وو او هېڅ یې نه ویل .
افرون پاچا خپلو خبرو ته دوام ورکړ او وې ویل : ما ته غوږ شه ، اې اېوان څارووېچه ! کېدای شي ما ته یو کار وکړې ، هغې دنیا ته لاړ شې ، اوهلته د ځمکې لاندې پاچاهي نه ، ما ته هغه ملکه راولې چې زه د کلو کلو راهېسې پرې مین یم . هغه ملکه ، اېلینا پریکراسنایا نومیږي . ما چې هر څه وکولای شول ، دیدن زما نصیب نه شو . زه نه شم کولای هغه تر لاسه کړم . زه به ستا دغه ګناه هغه وخت دروبښیم چې ته دغه کار وکړې .او تا ته به د زرین یال آس هم درکړم . او خدای مه کړه ، که دا کار دې تر سره نه شو کړای بیا به هغه دې ددنیا ټولې پاچاهۍ په تا باندې خبروم ، چې ته یو غل یې او هغوی ته به ولیکم چې تا زما په واکمنۍ کې څه حماقت کړی دی.
اېوان څارووېچ د پاچا افرون نه مننه وکړه او وعده یې ورکړه چې هغه به ځي او اېلینا پریکراسنایا به پیدا کوي.
کله چې اېوان د افرون پاچا له درباره را ووت ، مخامخ خړ او قهرجن لېوه ته ورغئ . هغه ته یې بیا په ژړا ژړا ټوله کیسه بیان کړه او بیا یې د هغه نه د مرستې غوښتنه وکړه ، لېوه ورته وویل :
ـــ اې ساده ځوانه اېوان څارووېچه ! زه نه پوهیږم ، تا بیا ولې زما خبره له غوږه وایستله او له هغه ځایه دې زرین … قفس … راواخیست .
اېوان څارووېچ ، خړ لېوه ته په مړاو سترګو وکتل او وې ویل : زه ملامت یم ، زه تا ته ډېر ملامت یم .
د لېوه بیا په اېوان څارووېچ زړه خوږ شو او ورته یې وي یل : راځه لږ سم شه، خبرې ته غوږ شه ، راځه زما په اوږو کېنه ، زه تا هغه ځای ته ورسوم ، چې ستا په کار دی.
اېوان څارووېچ د لېوه په اوږو کښېناست ، خړ لېوه ، منډې پیل کړې . منډې ، منډې ، داسې چټک چې تر مرمیو هم چټک روان و ، داسې چټک ، لکه په افسانو کې چې دېوان او مرغان چټک درومي . هومره وخت لا تېز نه و چې د اېلینا پریکرسنایا پاچاهي ته ورسیدل . هلته یو داسې جنتي باغ و ، چې دسرو زو کټارې ورته ولاړې وې . خړ لېوه ، اېوان څارووېچ ته وویل:
ــ را کوز شه ، زما له اوږو راکوز شه ، لاړشه ، بېرته هماغې لارې ته ځان برابر کړه .چې زه او ته ورباندې دې خوا ته راغلو . ته به لاړ شې ، هلته په شین ډاګ کې ، د شنو ونو لاندې ود رېږې .
اېوان څارووېچ همداسې وکړل ، چې خړ لېوه ورته وویل : په خپله خړ لېوه ، لاړ او د هغې زرینې کټارې سره ودرېد . دی هلته ودرېده او دې ته سترګې په لاره شو، چې کله ملکه اېلینا پریکراسنایا باغ ته په سیل او نندارو راوځي .
ماښام چې لمر د لویځ په لور ځان پنا کړ ، هوا په سړېدو شوه ، هماغه و چې ملکه اېلینا پریکراسناتا باغ ته را ووتله . د هغې سره مینځې او ملګرې هم وې.
کله چې ایلینا پریکراسنایا ، د باغ د کټارو هغه ځای ته چې خړ لېوه ناست ؤ ، ورسېده ، خړ لېوه ور ودانګل ، ایلینا پریکراسنایا یې را ونیوله او د زرینو کټارو نه یې را تېره کړه هغه په ډېر قوت سره بې له دې چې شاته وګوري ، منډې پیل کړې .
هغه ځای هغه ځان ته ورسوه ، چې اېوان څارووېچ ورته ولاړ و .لېوه وویل ، اېوان څارووېچه ژر مې په اوږ کښېنه.
اېوان څارووېچ هم ژر د هغه پر اوږو ورکښېناست . خړ لېوه د سترګو په رپ کې ځان د اېلینا پریکراسنایا له پاچاهۍ نه را ووایست .
اېون څارووېچ او اېلینا پریکراسنایا دواړو د خړ لېوه په اوږو ناست وو . خړ لېوه په منډه ، منډه دا دوه تنه په اوږو بار ځان د افرون د پاچاهۍ لارې ته برابر کړل .
ټولې هغه مېنځې ، مزدوران او نورې ښځې چې د اېلینا پریکر اسنایا سره په باغ کې ګرځېدلې ، ځانونه د پاچاهۍ د دربار ساتونکو ته ورسول . د دربار ساتونکو ، شور ځوږ ، غږ او منډې پیل کړې ، دوی ټولو هڅې وکړې چې د خړ لېوه درک او نښه پیدا کړي ، خو بې ګټې وو . دوی په خپله لاره کې تر ډېرو کسانو نه د مخې شول ، خو د خړ لېوه پته نه وه . د دربار ساتونکي په زړه مات او ناهیله ، بېرته را ستانه شول .
د افرون پاچا ، پاچاهۍ ته د تلو په لاره ، په خړ لېوه ناست اېوان څارووېچ ، د اېلنیا پریکر اسنایا په لیدو سره ، د زړه له کومې په هغې مین شو . اېلینا پریکراسنایا هم په اېوان څارووېچ مینه شوې وه .
کله چې دوی د افرون پاچاهۍ ته ورسېدل . د جدایۍ شېبې را ورسېدلې . اېوان څارووېچ باید اېلینا پریکراسنایا افرون پاچا ته ور کړې وای ، یو وار په ژړا شو او له سترګو نه اوښکې را روانې شوې .
خړ لېوه ته پوښتنه پیدا شوه ، اې اېوان څارووېه ! دا ژړا بیا د څه شي شوه ؟
اېوان څارووېچ ورته ځواب ورکړ: راته ګرانه خړلېوه ! ته په خپله راته ووایه څنګه به زه ځوان په زړه تنکی ، زلمی نه ژاړم او خواشینی به نه یم ، زه چې د زړه له کومي په ملکي اېلینا پریکراسنایا مین شوی یم ، اوس دې ته اړیم ، چې هغه افرون پاچا ته وسپارم . هغه هم د یو زرین یال آس له کبله . که زه اېلینا پریکراسنایا هغه ته ورنه کړم ، افرون پاچا ما د نړۍ ټولو هېوادونو ته دیوه بد مرغه غله په توګه ورپېژني.
لېوه چې د اېوان څارووېچ دغه وینا واورېده ، هغه ته یې وویل:
ــ اېوان څارووېچه ! ما تا ته ډېر خدمتونه وکړل ، دغه خدمت به دې هم تر سره کړم . زه به له ځان نه اېلینا پریکراسنایا جوړه کړم . ما به ته افرون پاچا ته ور ولئ ، هغه به ما د اېلینا پریکراسنایا په نامه وویاړي او و به مې مني ، ته به خپل د زرین یال آس ترې واخلئ او ستاسو سودا به تر سره شي . ته چې کله د زرین یال پر آس کښېنې او ښه لرې لاړ شې ، زه به له افرون پاچا نه باغ ته د وتلو اجازه واخلم ، هغه به ما ته د دربار له مینځو ، نیاوو او مزدورانو سره په باغ کې دګرځېدو اجازه راکړي . زه به یو څو شېبې په باغ او کروندو کې وګرځم ، نو تر هغه وروسته به ته ما در په یاد کړې . او دې یادېدو سره سم به زه تا ته را ورسېږم . خړ لېوه چې دا خبرې پای ته ورسولې ، ځان یې له ډاګه وویشت ، او د سترګو په رپ کې له هغه نه ملکه اېلینا پریکراسنایا جوړه شوه . داسې اېلینا پریکراسنایا ، چې هیچا له هغې بلې سره د هغې توپیر هم کولای نه شو .
اېوان څارووېچ له دغې اېلینا پریکراسنایا سره یوځای ، د افرون پاچا دربار ته ورننوت . اصلي ایلینا پریکراسنایا ، د ښار نه د باندې هغه ته سترګې په لارې پاتې شوه.
کله چې افرون پاچا ، اېلینا پریکراسنایا ولیدله ، په زړه کې یې د خوښۍ تلوسو اتڼ جوړ کړ او داسې یې وانګېرله چې د عمرونو ، عمرونو ارمان یې وخوت .
هغه په ډېرې خوښۍ او ویاړ سره اېلینا پریکراسنایا ومنله او د زرین آس یال آس یې اېوان څارووېچ ته ور وسپاره . اېوان څارووېچ په زرین یال لرونکي آس کښېناست ، ځان یې اېلینا پریکراسنایا ته ور ساوه ، هغه یې هم د ځان سره په آس باندې کښېنوله او په ډېر تلوار یې د دولمت د پاچاهۍ لاره ونېوله .
خړلېوه د اېلینا پریکراسنایا په بڼه د افرون پاچا په دربار کې ژوند پیل کړ. یوه ورځ ، دوه ورځې ، درې ورځې ، څلورمه ورځ هغه د افرون پاچا نه هیله وکړه ، اجازه ورکړي . څو شېبې ګلانو او باغونو ته ووځي او د زړه او خفګان تسل وکړي.
افرون پاچا چې دهغې دا هیلې واورېدې ، په ډېرې خوښۍ یې ورته وویل :
-اې ګرانې اېلینا پریکراسنایا ، ته چې هر څه غواړې ، هغه به زه در ته وکړم . ته کولای شې ، هر هغه ځای ته چې ستا زړه غواړي ، لاړه شې.
په هماغه شېبه کې ددربار مینځو ، ناظرانو ، او زړو ښځو ته فرمان وشو ، چې باغ ته د تګ په وحت کې د اېلینا پریکراسنایا ملګرتیا او بدرګه وکړي.
اېوان څارووېچ هم د اېلینا پریکراسنایا سره د زړه په خواله واوښت او خړ لېوه یې هیر شو ، خو هغه ته یو وخت وریاد شو ، او ویې ویل : اې زما ګرانه خړ لېوه ته څه شوې؟
د اېوان څارووېچ په یادېدو سره ، خړ لېوه ، دوی ته راورسېد او په اېوان څارووېچ یې غږ وکړ : اېوان څارووېچه ! ته زما په اوږو را کښېنه ! پرېږده چې الینا پریکراسنایا پر زرین یال لرونکي آس کېني.
اېوان څارووېچ پرخړ لېوه کېناست او ټول په ګډه د دولمت پاچا د پاچاهۍ په لور وخوځېدل . او پاچاهۍ ته تر رسېدو درې کروه لرې ودرېدل.
اېوان څارووېچ بیا له خړ لېوه نه یوه هیله وکړه او وې ویل چې : اې زما ګرانه یاره ! اې خړ لېوه ، ته خو ډېر مهربانه یې ، ما ته دې ، ډېر خدمتونه وکړه،هیله لرم چې له ماسره یوه بله مرسته هم کړې .
خړ لېوه حیران پاتې و ، چې اېوان څارووېچ څه غواړې، خو بیا یې هم وویل : ووایه څه غواړې؟
اېوان څارووېچ په وېرې سره وویل : که ما ته یو بل خدمت وکړې او ځان په داسې آس بدل کړې ، چې زرین یال ولري ، ځکه زما زړه نه کیږي چې له دې زرین یال لرونکي آس نه بېل شم.
خړلېوه بې له هغه چې څه ووايي ځان یې په خړ ډاګ وواهه او شېبه وروسته بیا د زرین یال لرونکی آس و.
اېوان څارووېچ ، اېلینا پریکراسنایا دشنوډاګونو په یوه ځنګله کې پرېښوده ، په خپله خړلېوه کښېناست او ځان یې د دولمت پاچا دربار ته ورساوه .
څو شېبې دولمت پاچا دربار ته راغئ او له لرې یې اېوان څارووېچ ولیده چې د زرین یال
پر آس ناست دی ، هغه په لیدو ډېر خوشحاله شو .
هغه د درباریانو او ساتونکو له مینځه را ووت ، اېوان څارووېچ یې له لاسه ونیو او په ډېر درناوي یې ښکل کړ . وروسته هغه اېوان څارووېچ ، بیا خپلې ډبرینې ماتي ته بوت . دولمت پاچا ددغه خوښۍ په ویاړلو یوه مېلمستیا جوړه کړه اود اېوان څارووېچ سره په ګډه په دسترخوان کښېناست او په ګډه یې په هغه مېلمستیا کې ګډون وکړ.
هغوی ډوډۍ وخوړه ، شربتونه یې وڅښل ، شر وشور ، اتڼونه ، نڅاوې جوړې شوې او سندرې وویل شوې.
ددې ټولو په پای کې دولمت پاچا ، اېوان څارووېچ ته د زرین قفس او سمندر یا د اور مرغه وروباښه.
اېوان څارووېچ له ساره ووت ، له اېلینا پریکراسنایا سره په زرین یال لرونکي آس کېښناستل او د خپل وطن واسلاو اندریووېچ د پاچاهۍ په لور وخوځېدل .
دولمت پاچا یوه ورځ وروسته ، تکل وکړ، چې په زرین یال لرونکي آس ، سورلي وکړي او هغه د پاچاهۍ او دربار په ډاګونو کې وځغلي . فرمان یې ورکړ، چې آس سورلۍ ته جوړ کړي. آس په څو شېبو کې جوړ شو ، دولمت پاچاه ورغئ ، پر آس کښېناست ، او آس ته یې قمچینه ورکړه ، آس لا په زغلیدو شوی نه و ، چې ځان یې وخوځاوه ، او په یوه شېبه کې بېرته په خړ لېوه بدل شو .
هغه له افرون پاچانه لاړ ، منډې ، منډې ، او ځان یې اېوان څارووېچ ته ور ورساوه او په هغه یې غږ وکړ:
ــ اېوان څارووېچه ! کښېنه ، زما په اوږو راکښېنه ! خپل خړ لېوه پرېږده چې اېلینا پریکر اسنایا به خپل د زرین یال لرونکي آس سپره وي.
اېوان څارووېچ پر خړ لېوه کښېناست او لیوه په منډو شو ، خړ لېوه په داسې چټکۍ روان و، لکه برېښنا . دی په یو ځای کې ودرېد او وي ویل ، ویني ، دا هغه ځای دی چې ما ستا پر آس ور دانګلي و او هغه مې دوه څېري کړی و . ګران اېوان څارووېچه ! ما ستا خدمت کړی ، زه په تا باور لرم او رېښتیا در ته وایم ، په همدې ځای کې ما ستا آس دوه څیرې کړی و ، نو ځکه ما ، ته ، تر دې ځایه را وستلې ، اوس نو زما له اوږو را کوز شه . د خړ لېوه د اوږو نه ، اوس ته زرین یال لرونکي آس لرې ، اوس کولای شې ، په هغه سپور شې ، هر هغه ځای ته چې ستا زړه وي ، دا آس هلته تا رسوي . نور نو زه نه شم کولای ستا خدمت وکړم .
خړ لېوه چې دا خبرې وکړې ، ګوښه شو او بل پلو ته یې منډې کړې . اېوان څارووېچ خواشینی شو او په ساندو ،ساندو یې وژړل او د اېلینا پریکر اسنایا سره یوځای یې خپله لاره ونیوله .
هغوی هېڅ پوه نه شول ، چې ډېره لاره یې ووهله ، که لږ ، خو همداسې دواړو پر خپل زرین یال لرونکي آس ناست وو. د خپلې پاچاهۍ لور ته روان وو .
خو کومه شېبه یې پام شوم چې د دوی مزل ته شل کروه لاره پاتې وه، نو هغه و چې له آس نه راښکته شول . او دمه یې وکړه ، هغوی لمر وهلی وو، نو ځکه یې ځان ته د ونو د سیوري لاندې ځای پیدا کړ ، خپل د زرین یال آس یې په هماغې ونې پورې وتاړه . دوی قفس او په هغه او په هغه کې سمندر ځان ته نږدي کېښود . هغوی هم په داسې حال کې چې په ګڼو شنو او جلګوکې وغزېدل ، خوږې کېسې يې کولې ، چې به همدې کیسو کې دواړو کلک ویده شوی وو.
کله چې دوی ویده وو، په همدې وخت کې د اېوان څارووېچ ورونه دیمتري او واسیلي څارووېچ . چې په ډېرو ملکونو کې د اور په مرغه پسې ګرځېدلي وو او پیدا کړی یې نه و، بېرته خپل وطن ته راستنېدل ، هغوی د شپې په تیاره کې پام شو چې د لارې خواته یو څوک ویده دي . چې ګوري د دوی خپل ورور اېوان او یوه ښایسته ښځه دي . د اور مرغه یې هم زرین قفس کې خوا ته اېښی دی او هلته لرې د زرین یال آس هم ولاړ دی . سمدلاسه له دوی سره دا سودا پیدا شوه چې دا ټول : ښایسته ښځه ، د زرین یال آس ، زرین قفس او د اور مرغه تر لاسه کړي.
دیمتري څارووېچ بې له ځنډه خپله توره را وویستله او په خپل ورور اېوان څارووېچ یې څو ګوزارونه وکړل ، هغه یې څو ټوټې کړ . ترهغه وروسته یې اېلینا پریکراسنایا را ويښه کړه او له هغې نه یې پوښتنې پیل کړې :
ــ ای ښایسته پېغلې ! ته د کومو ملکونو یې ، د چا لور اونوم دې څه دی ؟
اېلینا پریکراسیانا چې خوبولې وه ، پام یې شو ، چې اېوان څارووېچ وژل شوی ، سخته ووېرېدله او په ژړا او ساندو یې پیل وکړ ، په داسې حال کې چې اوښکې یې په مخ را ماتې وې ، وویل :
ــ زه ملکه اېلینا پریکراسنایا ، یم . زه همدې اېوان څارووېچ چې تاسو په ډېر ظلم او بې رحمي وژلی ، پیدا کړې وم . تاسو به ډېر نېکمرغه وای ، که د بري تر پولو او ملک پورې یو ځای په ګډه تللی وای ، تاسو به مهربانه او ښایسته شهزاده ګان وای ، که هغه مو نه وای وژلی ، تاسو به رېښتیا کاره انسانان وای.
ــ هغوی چې د اېلینا پریکر اسنایا دا خبري واوریدې ، د یمتري څارووېچ خپله توره را وایستله او د هغې په غاړه یې ور کېښوده . دیمتري څارووېچ هغې ته وویل : ایلینا پریکر اسنایا ! ته اوس زموږ په منګولو کې یې ، اوس موږ تا خپل پلار ته ورولو ، ته به هغه ته ووایې ، چې ته ، سمندر یا د اور مرغه او د زرین یال آس ، موږ موندلی او هغه ته مو راوړي یاست . ګوره ، خدای مه کړه ، که ته بل څه ووایې ، مرګ به دې په برخه شي.
اېلینا پریکراسنایا چې ډېره مرګونې ډاره شوې وه ،له دوی سره یې ژمنه وکړه ، چې هغه څه وایي چې دوی یې غوښتونکي دي .
نو هغه و چې دېمتري څارووېچ او واسیلي څارووېچ ، څو کاڼي را واخیستل چې پچه واچوي ، چې اېلینا پریکراسنایا د چا او دا زرین یال آس ، د چا په برخه کېږي .
دوی چې پچه واچوله ، اېلینا پریکراسنایا ، د واسیلي څارووېچ په نامه شوه او د اور مرغه او زرین یال آس د دیمتري څارووېچ شو.
واسیلي څارووېچ ، اېلینا پریکراسنایا پر آس کېنوله . او دیمتري څارووېچ د واسیلي څارووېچ د اور مرغه واخیست او د زرین یال پء آس کېناست . دوی په چټکۍ سره د خپلې پاچاهۍ په لور تلل او ډېر یې تلوار وو ،چې دغه سوغاتونو خپل پلار ، پاچا واسلاو اندرویچ ته ور ورسوي.
د اېوان څارووېچ مړی ، پوره دېرش ورځې ، په هماغه ځای پروت و، چې ورونو وژلي وو. تر هغې ورځې چې خړ لېوه ، هلته برابر شو او د هغه روح یې هلته سرګردانه ولید او ویې پېژانده .
خړ لېوه ډېر غوښتل چې له هغه سره مرسته وکړي ، داسې مرسته چې اېوان څارووېچ بېرته راژوندی شي ، خو په دې نه پوهېده چې دا کار څنګه وکړي ، ناڅاپه يې یوه کاغۍ او د هغه دوه بچی ولیدل ، چې غوښتل یې ځمکې ته راکوز شي ، ځان د اېوان څارووېچ مړي ته ورسوي او په خوړلو یې پیل وکړي . خړلېوه هماغلته نږدې ځان پټ کړ او د سترګو په رپ کې کاغي او د هغې بچیان ځمکې ته را ورسېدل . په دې وخت کې خړ لېوه ور و دانګل او د کاغي یو بچی راونیو او غوښتل یې چې دوه ټوټې یې کړي . هماغه و، چې خپله کاغۍ بیرته راوګرځېده ، ځمکې ته را ښکته شوه او د خړ لېوه نه لرې کېناسته او ورته وې ویل:
ــ اې خړلېوه ! دغه زما کمکی بچی دې ، ته په هغه څه کوې ، هغه خو تا ته هېڅ نه دې ویلي ، ښه به داوې چې هغه پرېږدې .
خړلېوه هم په چرت کې لاړ او د کاغۍ ځواب ته یې ځان برابر کړ:
ــ ای کاغۍ ، زه به ستا بچی روغ او جوړ پرېږدم ، په هغه به هېڅ لاس ونه وهم ، خو که ته زما یوه خبره په ځای کړې . هغه دا چې ته ددنیا هغې بلې خوا ته ، هغو لرو لرو پاچاهیو ته لاړه شې ا و ما ته د ژوند او مرګ اوبه راوړي .
کاغۍ د خړ لېوه دا خبره ومنله اوهغه ته یې ځواب ورکړ: زه به هرو مرو ستا خبره ، په ځای کړم ، تاته به د ژوند او مرګ اوبه راوړم ، خو ته هم زما بچی مه زوروه .
هغه و چې کاغۍ لاړه ، والوتله ، تر ځنګلونو او غرونو پناه شوه . درې ورځې وروسته کاغۍ بېرته راستنه شوه او دوه بوتله یې په منګلو کې نیولي وو، په یوه کې د ژوند او په بل کې د مرګ اوبه وې . کاغۍ له خړ لېوه سره وکتل او د وعدې سره سم یې د ژوند او مرګ اوبه هغه ته وسپارلې.
خړلېوه اوبه واخېستې ، کاغۍ یې را ونیوله او دوه څېرې یې کړه . د مرګ اوبه یې پرې وشېندلې . شېبه پس کاغۍ را ژوندۍ شوه او لاړه والوتله . تر هغه وروسته ده د اېوان څارووېچ په مړي هم د ژوند اوبه و شېندلې او څو شېبې وروسته ، اېوان څارووېچ را په سد شو او وې ویل :
ــ اخ ،څومره ډېر ځنډ زه ویده شوی وم .
په دې وخت کې خړ لېوه ، هغه ته وویل :
ــ هو اېوان څارووچه! که زه نه وای ، ته به په ابدي خوب ویده وای . ته پوهیږې ، ته دې وروڼو وژلی یې ، اېلینا پریکراسنایا ، د زرین یال آس او د اور مرغه هغو له ځانه سره وړې دي. هغوی په تلوار د خپل وطن په لور روان دي ، ته هم تلوار کوه ، نن ستا ورور ، واسیلي څارووېچ ، غواړي ستا د ناوي اېلینا پریکراسنایا سره واده وکړي ، ددې لپاره چې ته ژر خپل کور ته ورسیږي ، ښه به دا وي چې زما په اوږو کېنې ، زه به تا ډېر ژر په یوه رپ کې هلته ورسوم.
هغه و چې اېوان څارووېچ د خړ لېوه پر اږو کېناست او د واسلاو اندریووېچ د پاچاهۍ په لور روان شول . ژر و که په ځنډ ، هغوی د اېوان څارووېچ پلرنی وطن ته ورسېدل . اېوان څارووېچ د خړ لېوه له اوږو را کوز شو ، لاړ ښار ته ورننوت او مخامخ د پاچاهۍ ماڼۍ ته ورغئ . هغه ولیدل چې دده د ورور ، واسیلي څارووېچ او اېلینا پریکراسنایا ، واده په شرنګ او شور روان دی .
هغه د واده ، مینځ ته ورننوت ، د ناوي او زوم د پالنګ خواته ورغی ، ټول هک، حیران وو. په همدې شېبه کې د ایلینا پریکراسنایا سترګې په هغه ولګېدې .
د اېوان څارووېچ په لیدو سره ، اېلیناپریکراسنایا پاڅېده ، د هغه لور ته یې ور منډه کړه ، هغوی له یو بل نه لاسونو تاو کړل . اېلینا پریکراسنایا له هغه نه یوه داسې مینه ناکه او خوږه مچه واخیسته ، چې واده ته د ټولو راغلیو میلمنو ور ته پام شو. په همدې شېبه کې اېلینا پریکراسنایا ، د خوشحالۍ په چیغو وویل:
ـــ دغه زما مین دی ، دازما د زړه سر دی ، دا زما د سترګو تور دی ، دا اېوان څارووېچ مهربانه او په مینه خبر. نه هغه ظالم او زړه توری دیمتري.
په همدې شېبه کې واسلاو اندریووېچ ، پاڅېد ، د اېلینا پریکراسنایا خوا ته ورنیږدې شو ، او له هغې نه یې پوښتنې پیل کړې:
ــ دا خبرې څه مانا لري ؟ د څه په اړه دی ، دا ټولې چېغې او خبرې دې پیل کړې دي ؟
اېلینا پریکراسنایا چې تر اوسه هېڅ نه و ، ویلي ، ټول رېښتیا یې پاچا ته وویل . هغه شان چې هغې لیدلي و او پرې تېر شوي وو.
هغه وویل چې دا د اېوان څارووېچ ناوې ده ، دا د زرین یال آس او د ژوند مرغه هم د اېوان څارووېچ دي . دیمتري وژونکی دی . هغه خپل ورور ، اېوان څارووېچ په خوب کې وواژه . دا چې دوی وایي چې دا د دوی دي ، دروغ وایي .
پاچا واسلاو د دې خبرو په اورېدلو سره له دیمتری او واسیلي څاروېچانو نه خوابدی او ډېر زړه بدی شو.
اېوان څارووېچ له اېلینا پریکراسنایا سره واده وکړ، هغوی د مینې او راز ونیاز داسې نوی ژوند پیل کړ، چې یوه شېبه یې هم نه شو کولای ، له یو بل نه جلا ژوند وکړي.
پای

له روسي ادبیاتو ژباړل شوي افسانه وزمه کیسه :
د ماشومان او آن زلمیانو لپاره
کمپوزر : ظهرالدین کمال
اراکوزیا راډیو کابل وزیراکبرخان




تبصره وکړئ

avatar
t