د ماشومانو پر زده کړه د بېوزلۍ اغېز / بصيرالحق عادل

د ماشومانو پر زده کړه د بېوزلۍ اغېز / بصيرالحق عادل

د ماشومانو پر زده کړه د بېوزلۍ اغېز / بصيرالحق عادل

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې لا پکې هم خلک له دې امله ماشومان ښوونځيو ته نه لېږي چې بېوزله دي.

بېوزلۍ خلکو ته بېلابېلې انګېزې ورکړي دي.

يو شمېر خلک د خپلو ماشومانو زده کړييز توکي لکه: [قلم، کتابچه، ټرانسپورټ، ځانګړی يونيفورم، جېب خرڅ او. . .] نه شي چمتو کولی او يا يې وس نه لري.

بله ډله بيا په دې اند دي او داسې فکر کوي چې که د ماشومانو پر زده کړو وخت تېرووم، نو نغده ګټه وټه به ترې واخلم. دا ډله خپلو ماشومانو ته ځينې کارونه ورسپاري، لکه په کر او کروندې کې ونډه اخيستل، لاسي ګاډۍ باندې بازار کې سودا خرڅول، د يو چا سره نوکري کول او دې ته ورته نور کارونه پرې کوي چې له امله يې ماشومان له زده کړو بې برخې شي.

بل پلو خپله ماشومان هم چې بېوزلي وي، ځان د نورو سيال نه شي ګڼلی، له زده کړو يې زړه توري کېږي او نه غواړي ښوونځي ته لاړ شي.

بېوزلي زموږ په هېواد کې د ماشومانو د زده کړو پر وړاندې لوی ګواښ دی.

 

يوې تازه سروې هم ښودلې ده چې بېوزلي د ماشومانو پر زده کړه منفي اغېز لري.

بي بي سي يو راپور خپور کړی دی او پکې راغلي دي:

«د زدکړې ملي اتحادیه وایي، هغه ماشومان په زدکړو کې ستونزې لري چې ښوونځي ته په وږي نس ځي او له غالمغالي کورنیو دي چې بشپړ خوب نه شي کولی.»

که څه هم زموږ ټولنه کې نړيوال، حکومت او يو شمېر بنسټونه د ماشومانو لپاره ځانګړې بوديجې لري، د دوی د زده کړو، بيوزلۍ ختمولو او نورو برخو کې فعاليتونه کوي خو لا هم ستونزې شته او ياد فعاليتونه مؤثر نه ګڼل کېږي.

زما په اند؛ د ماشومانو لپاره دې ځانګړی سيستم جوړ کړی شي. هغه ماشومان چې بېوزله دي په کټګوريو دې ووېشل شي، څوک څو فیصده بېوزله دی؟

خلک ترې د کور نفقه غواړي که زده کړه ييز توکي نه شي چمتو کولی؟

ځينې ماشومان د کور له نفقې خلاص وي، خو بيا هم له ستونزو سره مخ وي.

که بېوزلي کټګوري شي او د ښارونو ترڅنګ په ليرو پرتو سيمو کې هم سروې وشي، ميندو پلرونو ته په انګېزه ورکولو کار وشي. ماشومانو ته تشويقي پروګرامونه جوړ شي، نو دا ستونزې کمېدلی شي.

په دې هيله چې ماشومان مو د کتابونو بکسه په شاه، خندرويه، پرته له کومې اندېښنې په ارامه فضا کې د ښوونځي پر دروازه پاپۍ کښېږدي او ښوونځی ورته د هيلو د پوره کېدو نړۍ وبرېښي.

۱۳۹۸ د وري ۷۹مه




تبصره وکړئ

avatar
t