د پوست خشکي او اسانه درملنه یې

د پوست خشکي او اسانه درملنه یې

د پوست خشکي بیلا بیل عوامل لري لکه:

ډیر وخت په ګرمو اوبو حمام کول.

د بدن د اوبو کموالی.

د نامناسب صابون څخه استفاده.

جینیټیکي عوامل.

د نامناسبو ارایشي توکو استفاده.

د هوا تغیرات

د پوست د خشکې د لمنځه وړلو لپاره ځیني اسانه طریقې سته چي کولای سي مرسته درسره وکړي، خو باید پام مو وي که چیري دا طریقی ستاسی د پوست د خشکې په درملنه کي ګټور تمام نسي نو باید د یو ډاکټر سره ووینئ ځکه د وخت په تیریدو کیدای سي نوري ستونزي درته پیښي کړي.

۱- دپوست د خشکې لپاره باید په ورځ کي ډیري اوبه وڅښې ځکه د پوست د خشکې یو عمده لامل هم په بدن کي د اوبو کمښت دی.

۲- د ګرمو اوبو څخه لږ استفاده وکړئ: په ګرمو اوبو او زیات وخت حمام کولو سره ستاسو د پوست چربي په ډیره اندازه د منځه ځي نو لازمه ده چي خپل د حمام کولو وخت ۱۰ دقیقی یا تر دې هم لږ کړی.

۳- د صابون څخه لږه استفاده وکړئ : د پوست د خشکې یو سبب هم نامناسب صابون یا هم د صابون زیات استعمال کیدای سي نو لازمه ده چي د صابون په زیات استعمال کي کموالۍ او د خپل جلد سره مناسب صابون استعمال کړئ.

۴- د پوست د چربي لپاره په زیاته اندازه او مناسب مرطوب کونکي کریمونو یا روغنو څخه استفاده وکړئ.

۵- پر خپل پوست باندی د شیدو، مستې، عسل، الویرا او مایونیز چی یو ډول غذایي مواد دی د ماسک په ډول استفاده ځینی وکړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t