د زردالو ګټي

د زردالو ګټي

زردالو د ګرمۍ د موسم یوه بهترینه مېوه ده چي د تاريخي شواهدو پر اساس دا مېوه لومړی په چین کي او وروسته د تجارانو په واسطه يې نهالونه نورو هیوادونو ته انتقال سول.

زردالو چي یوه ګټوره مېوه ده د LDL یا د ویني د کلسترول د کمولو سبب کېږي او په منظم ډول مصرف سره د زړه د ناروغیو مخه نیسي.

زردالو د ویټامین C او اوسپنی درلودونکي دي چي په انسانانو کي د کم خونۍ ستونزه حلوي.

زردالو د پوتاشیم په درلودلو سره د ویني د فشار تنظيم او په وینه کي الکترولیت ساتي.

زردالو د ویټامین A په درلودلو سره پر پوست باندي د دانو او لکو د منځه وړلو لپاره ډیر کټور دي.

زردالو د هغه اشخاصو لپاره هم ډیره ګټوره میوه ده چي غواړي خپل وزن کم کړي ځکه د ډیر فایبر په درلودلو او شیرینې له کبله یې انسان تر ډیره وخته د مړیدا احساس کوي چي په نتیجه کي یې د ډیر خوراک مخنیوی کیږي.

د زردالو د وچولو وروسته هم په مصرف سره یې په انسانانو کي د کم خونۍ درملنه کوي.

زردالو د سترګو لپاره هم ګټور دي او په ورځ کی د دوو یا درو دانو په خوړولو سره د سترګو د بینایي په تقویت کي مرسته کوي.

زردالو د انسان د بدن د فعالیت په ډیریدو کي هم مرسته کوي.

په زردالو کي موجود آنتی اکسیدونه د پوستکي د ژر زوړوالي مخنیوی کوي.

د زردالو څخه د پوستکي د ښکلا لپاره د ماسک په ډول هم استفاده کېږي.

ژباړه: عایشه عزیزي



هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t