په ځان کي د جرات پیدا کولو لپاره اسانه طریقې

په ځان کي د جرات پیدا کولو لپاره اسانه طریقې

په ژوند کي د ډیرو ناکامیو علت د جرات کموالۍ دی، نو د کامیابۍ د لاسته راوړلو او جرات پیدا کولو لپاره دغه نقطو ته پام وکړئ:

تل داسي فکر وکړئ چي تاسي هم د نورو په څیر یو پوره انسان یاست.

هیڅ کله هم ځان ټیټ مه ګڼئ او خپل دې فکر ته تغیر ورکړئ.

په خپل استعداد وویاړئ او خپلي کمزوری ته ځان مه تسلیموئ.

کومي ښیګڼي چي په تاسو کي وي هڅه وکړئ چي ګټه تری واخلئ.

خپل د ځان سره مینه وکړئ، تل ځان خوښ او خوشحاله وساتئ.

هیڅکله دا فکر مه کوئ چي نور خلک ستاسو نیمګړتیاوو ته ځیر دي او یا به پر تاسو وخاندي ځکه د چا سره دومره وخت نسته چي په دې اړه فکرونه وکړي.

د ځان په اړه ښه فکر ولرئ ، منفي فکرونه مو د ذهن څخه پاک کړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t