د میدانښار سراسري پاکوالي په موخه حشر پیل شو

د میدانښار سراسري پاکوالي په موخه حشر پیل شو

د یوې اونۍ لپاره د میدانښار، بازار او ټولو کوڅو د پاکوالي لپاره سراسري حشر د ښاروالۍ رياست لخوا پیل شو. چې د ښار پاکولو په دغه حشر کې د میدان وردګو والي سربېره، د ولایتي شورا رييس، میدانښار ښاروالې، ادارو ريیسانو، د ښاروالۍ کارکوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.

د میدان وردګو والي ډګر جنرال مظفرالدين يمين، د ښار د پاکوالي او ښاري فرهنګ رواج کولو په اړه ټينګار وکړ، دغه راز يې په ټولو ښاریانو غږ وکړ چې په چاپېریال ساتنه او د ښار پاکوالي کې برخه واخلي، دا يې يوازې د ښاروالۍ نه بلکې د ټولو مسئولیت وباله.

د ولایتي شورا رييس او میدانښار ښاروالې ددغه حشر په پیل کې له ټولو وغوښتل چې چاپېریال ساتنې او ښار پاکوالي ته پام وکړي.

آغلې غفاري وويل: موږ دغه حشر د ولسونو په همکاري پیل کړی چې د یوې اونۍ په لړ کې به ښار کوڅه په کوڅه پاکيږي، نوموړي په دغه برخه کې له ولسونو، ولایتي ادارې او امنيتي ارګانونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.




تبصره وکړئ

avatar
t