د نن ورځي لپاره نړیوال تبصره داسي کوي

د نن ورځي لپاره نړیوال تبصره داسي کوي

د اسټرلیا لوبډلې لپاره ډیوډ وارنر بهترین توپوهونکی دی او کولای شي چې د افغان اتلانو پر وړاندې ښه توپ وهونه وکړي.
حال دا چې تېر کې ډیویډ وارنر پر افغان اتلانو په ۱۳۳ بالونو باندي ۱۸۷ منډې جوړې کړي وي.
بل لوبغاړی له اسټر لیا سره سټویف سمیت دی چې خطرناک لوبغاړی دی چې پر افغان لوبډلې یې نیمه سلیزه جوړه کړې وه او افغان لوبډلې پروړاندې یې ښه توپوهنه کړې وه.
بل لوبغاړی چې د اسټرلیا لپاره ښه لوبه کولای شي هغه عثمان خواجه دی چې خطرناکه توپوهونکی دی نوموړي د اسټرلیا لپاره ۱۳ میچونه کړې او ۷۶۹ منډې یې جوړي کړي چې دا ډېرې تېزي منډې دي.
د افغان لوبډلې لپاره په دوو لوبغاړو ډېر حساب شوی
لومړی محمد نبي دی چې بهترین الراونډر دی افغان لوبډلې لپاره یې ۲۵۹۲منډې جوړې کړي دي او تر ډېر بهترینه توپ اچونه هم کولای شي چې تر دې مهاله یې ۱۳۸ ویکټې په پنځوس اوریزو سیالو کې ترلاسه کړي دي.
بل مهم لوبغاړی د افغان لوبډلې لپاره محمد شهزاد دی چې خطرناک او تېز توپوهونکی دی
شهزاد چې ډېر بې رحمه توپوهونکی دی هر بال پر وړاندې هر ډول لوبه کولای شي چې شهزاد به دافغان لوبډلې لپاره ښه لوبه وکړي

شمس الرحمن شمس



ورزش، افغان لوبډله

تبصره وکړئ

avatar
t