د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشوم

د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشوم

امريکا کې يو ماشوم زېږېدلی دی چې د يوې مڼې په اندازه دی، ډاکټران اټکل کوي چې دا به د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشوم وي.

ياد ماشوم ۲۴۵ ګرامه وزن لري، د سايبي نوم ورکړل شوی دی او اوس له روغتونه رخصت کړی شوی دی.

د ۲۰۱۸ کال دسمبر کې زېږېدلې سایبې د خپلې مور مېندوارۍ په ۲۳ مه اونۍ کې وزېږېده او د ډاکټرانو په خبره هغه مهال یې وزن د یوې لویې مڼې برابر و.

د رسنيو د راپورونو په حواله، د زېږېدو له ورځې راهیسې دغه ماشومه د کلفورنیا ایالت سان ډیاګو ښار شارپ ماري بیرچ روغتون ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېده.

ډاکټرانو لومړيو کې ويلي وو، ښايي دا ماشوم څو ساعته ژوند وکړي، خو اوس چې روغتونه رخصت شوی وزن يې د يو روغ رمټ ماشوم په اندازه دی.

له روغتونه د رخصت پر مهال د ماشوم وزن دوه نيم کيلو ګرامه ښودل شوی.

یوه نرس چې په روغتون کې یې د دغې ماشومې پالنه کوله وايي، د سایبې ژوندي پاتې کېدل او د روانې میاشتې لومړیو کې کور ته ستنېدل یوه (معجزه) ده.

بل لور ته د کم وزنه ماشومانو ثبت شوی ریکارډ هم ښيي چې سایبې د زېږېدو پر مهال د نړۍ تر ټولو کم وزنه ماشومه وه.



روغتيا ماشوم هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t