د پېريانو يا جناتو په لاس ليکل شوی قرانکريم

د پېريانو يا جناتو په لاس ليکل شوی قرانکريم

د پېريانو يا جناتو کيسې به مو ډېرې اورېدلي وي، خو دلته له دې خبرېږئ چې د جناتو په لاس يو قرانکريم هم ليکل شوی دی.

د بلوچستان ايالت يو اوسېدونکی مولوي عبدالمومن وايي، د ده په کتابتون کې داسې قرانکريم هم شته چې پېريانو يا جناتو ليکلی دی.

د دغه قرانکريم هره پاڼه ځانته ځانګړنې لري.

هغه رسنيو ته ويلي، په دغه قران کریم کې لیکل شوی (ق) هم یو ټکی لري او (ف) هم خو په خبره یې د (ق) ټکی پورته ورکړل شوی دی او د (ف) ټکی ترې لاندې لیکل شوی دی.

ياد کتابتون د نجونو په يوې مدرسې کې جوړ دی.

عبدالمومن وايي، په کتابتون کې یې له ۸۵ هېوادونو راوړل شوي د قران کریم ټوکونه ساتل شوي دي.

عبدالمومن وايي، یو مصحف یې د الفي دی چې په وینا یې لیکلو یې ۱۲ کاله وخت اخیستی او لیکونکي یې ۱۲ کاله پرلپسې روزه نیولې وه.

د نوموړي په خبره د دغه مصحف هر کرښه له الف پیل شوې او له هر سورة مخکې بسم الله له ځانګړیو ډیزاینونو سره لیکل شوې ده.



تبصره وکړئ

avatar
t