ازاد نظم

ازاد نظم

څه خیسته ږیره دي پريښي ده صوفی صیب
ماشاءالله ښه په سنتو برابر یی
په لاسو کي دې تسبی جیب کي مسواک دی
دا منم په طریقه دپیغمبر یی
ته پنځه وخته لمانځه ته ځي مسجد ته
زه منم چی دا مهمه فریضه ده
خو صوفی صیب ته دا ومنه قربان شم
چي بهتان تعصب حسد لویه ګنا ده
مسلمان پسی غیبت لویه ګنا ده
په اعمالو کي غفلت لویه ګنا ده
ستا دزهد او تقوانه معلومیږي
د جنت او دا ستا یو لویشت فاصله ده
زه چي خپلو ګنا هونوته سوچ وکړم
ددوزخ او زما یو لویشت فاصله ده
خو بیاهم صوفی صیب داسی کیسه نده
په عمل کي اعتبار دی خاتمي ته
ښه غوږ ونیسه زما دې فلسفی ته
دقیامت په ورځ به دغه پته لږی
چي به څوک ځي جهنم او څوک جنت له
یا بهیجه ځان تیار کړه اخرت له
یا بهیجه ځان تیار کړه اخرت له

منهاج الدین بهیچ



ازاد نظم

تبصره وکړئ

avatar
t