عاليه بهټ له فلم تر استادۍ

عاليه بهټ له فلم تر استادۍ

عاليه بهټ په هندي سېنما کې په ډېر لږ وخت کې اوږ مزل وواهه او ځان يې پر خلکو وپېژانده.

عاليه بهټ اوس مهال ډېر مينه وال لري.

د رسنيو د راپورونو په حواله، اوس یوه پاکستانۍ اداکاره هانیه عامر وايي، د ډېر فلمونو پر مهال یې له عالیه بهټ نه لکه د خپلې استادې په څېر مشوره اخيستې او ډېر څه یې ترې زده‌ کړي دي چې له همدې کبله ترې منندويه هم ده.

هانیه عامر له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، هر وخت چې يې له عالیه بهټ سره ليدنه شوې ډېر څه یې ترې زده کړي او په هر ځل ليدلو یې داسې احساس کړی لکه سپوږمۍ ته چې يې سفر کړی وي.



تبصره وکړئ

avatar
t