د بوډاګان لاسنيوی کوونکی روبوټ

د بوډاګان لاسنيوی کوونکی روبوټ

ناروې کې يو داسې روبوټ ساينس پوهانو جوړ کړی دی چې د کورني کارونو د مرستو ترڅنګ د بوډاګانو لاسنيوی کوي.

د اي‌وي‌اي‌ار‌تري په نوم دا روبوټ د ناروې په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو چې د ټایرونو په وسېله حرکت کوي او په یو وخت کې تر اته کیلو ګرامو پورې وزن لېږدولای شي.

د ياد روبوټ اوږدوالی ۱۷۵ او وزن يې ۷۶ کيلو ښودل شوی دی.

د رسنيو د راپورونو په حواله، ياد روبوټ په يوه ساعت کې ۲۲ کيلومټره چټک مخته او شاته مزل کوي.

دا روبوټ په دې خاطر له ساینس پوهانو او بوډاګانو سره مرسته کولای شي چې له یوې خوا چټک خوځنده ماشیني انسان دی او له بلې خوا له یو ځای بل ځای ته ډېر وزن لېږدوي چې له بوډاګانو سره د پاملرنې په برخه کې د درملو، خوراک او څښاک وړلو کې ښه مرسته کولای شي.



تبصره وکړئ

avatar
t