لیورپول د ۶م ځل لپاره د اُروپا اتلانو فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

لیورپول د ۶م ځل لپاره د اُروپا اتلانو فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ ۶۴تم پړاو ټورنمنټ د ۳۲ قوي لوبډلو ترمنځ په تیر ۲۰۱۸م کال کي پيل سوی وو، چي تیره شپه د انګلستانۍ لوبډلي لیورپول په لومړي مقام خپلولو سره پای ته ورسېد.

د لیورپول سره ددې ټورنمنټ پایلوبي ته بلي انګلستانۍ لوبډلي تاتنهام لاره پیداکړې وه، چي لیورپول ۲ ګولونه پر ۰ تاتنهام ته ماته ورکړه.

په یاده پایلوبه کي د لیورپول لپاره محمد صلاح په دوهمه دقیقه کي پینالټي ګول کړه او ډویک اُوروګي بیا په ۸۷یمه دقیقه کي ګولوهنه وکړه.

لیورپول دا شپږم ځل وو، چي ددې ټورنمنټ اتلولي ئې خپله کړه، دې لوبډلي تر دې مخکي په ۱۹۷۷، ۱۹۷۸، ۱۹۸۱، ۱۹۸۴ او ۲۰۰۵م کلنو کې دا کپ خپل کړی.

ددې ټورنمنټ په زیاتو اتلولیو کي ریال ماډریډ لومړی مقام لري، یاد ټيم توانېدلی، چي ۱۳ ځلي ددې سیالیو اتلولي خپله کړي.

ورپسي میلان ۷ ځلي او بایرن موینخ او بارسلونا بیا ۵ ـ ۵ ځلي په دې ټورنمنټ کي لومړی مقام خپل کړی.

د فوټبال دا ستر لیګ هر کال د ۳۲ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چي لوبي ئې د اروپا په بیلابیلو هیوادونو کي ترسره کیږي.

ددې ټورنمنټ سیالۍ د نورو هیوادونو تر څنګ دلته افغانستان کي هم زیات شمېر مینوال ګوري.

صابر حمیدي


لیورپول فوټبال

تبصره وکړئ

avatar
t