په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلرویشتمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/څلرویشتمه – برخه

 

د ابن کثیر په حواله خلیفه ابو العباس سفاح پخپل ژوندون کې خپل ځای ناستي پدی ډول وټاکل:
له ما ورورسته مې ورور ابو جعفر خلیفه دی او له هغه وروسته عیسی بن موسی.
۱۳۶ هجري قمري کې چې څنګه خلیفه سفاح(دا لفب بنی امیه کورنی سره د زیاتی په وجی ورکول شوی ندوی ۲۶ص) ومړ د هغه ورور ابو جعفر عبدالله، بن محمد بن علي بن عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب خلیفه شو چې د یو بربري(د افریقا خلکو ته استمالیده مخصوصآ شمال او شمال غربي اوسیدونکو ته) ښځی له بطنه پیداشوی وه.
خو دواک انتقال په اسانی ونشو ډیری وینی د ابو جعفر د منلو لپاره تویی شولی چې خلاصه یې وړاندی کوو:
د عبداله بن علي د خلافت دعوه:
نوموړی دعوه درلود چې زه خلیفه یم ځکه؛ کله چې د مروان خلیفه مقابل کې د جګړی موضوع رامنځته شو هیڅوک حاضر نه وو چې د مراون مقابلی ته ودریږي پرته له ما څخه نو ابوالعاس ماته وویل چې ته به زما ځای ناستی یې، د دی خبری بلها شاهدان هم شته سره لدی هم د عبداله بن علي بغاوت د ابو مسلم په وسیله وځپل شو.
دویم لویی بغاوت د ابو مسلم و داسی چې ابومسلم خراساني عبداله بن علي له ځپلو وروسته ټول غنیمت مال خپل کړ نو خلیفه منصور چې د مال غوښتنه وکړه د یعقوبي په بیان ابومسلم دخلیفه د مور په حق کې ګستاخي وکړه اختلاف ډیر شو او بلاخره د عباسي خلافت باني ابو مسلم د خلیفه په لاس قتل شو د ځینو منابعو پر اساس مثله شوی جسد یي د دجلی رود پر غاړه ننداری ته وړاندی شو او خپله خلیفه په خطبه کې وویل: پریږدی خلک پوه شي چې که کوم څوک خپل بیعت د خلیفه پر وړاندی ماتوي عاقبت به یې همداسی وي.
د ابومسلم نه وروسته خراسان د بغاوتونو په مرکز شو، هلته سنباد بغاوت وکړ چې د جمهور بن مرارعجلي په وسیله ووژل شو. خو د سنباد خزانی د جمهور بن مرار لاسته ورغلل او هغه هم لکه سنباد باغي شو چې نوموړی د منصور په امر د خپلو ملګرو په لاس ووژل شو او سر یې پری شو.
له هغه وروسته د راوندیه فرقی بغاوت وکړ( ویل کیږي چې دی فرقی د محرم نکاح جایز ګڼل) او په ترتیب سره بیا عبدالجبار بن عبدالرحمن ازدي د خراسان والي بغاوت وکړ چې د هغه سر هم پری شو.
همدا ډول ۱۴۲ هجري قمري کې د هند والي عینیه بن موسی باغي شو چې وځپل شو.
۱۴۸ هجري قمري حسان بن مجالد خارجې(خوارج ډلی پوری اړوند) موصل (عراق) کې باغي شو هغه هم وځپل شو.او بلاخره د منصور خلیفه د دوری وروستی خراساني بغاوت د استاد سیس و چې ځان یې پیغمبر ګڼل او د منصور په وسیله زنداني شو. کلي قضاوت دا دی چې که چیری ابومسلم پروړاندی منصور خصمانه دریځ نه وی غوره کړي نو خلافت به دومره بغاوتونه نه تجربه کول ځکه ابومسلم لمړنی کس و چې د ابو جعفرمنصور سره یې بیعت وکړ.
د علویانو د بغاوتونو سلسله هم تر نفس ذکیه پوری ورسید خو نوموړی هم قتل شو او پری کړی سر یې د محمد بن قحطبه په وسیله منصور ته واستول شو او له هغه وروسته د هغه ورور او ځای ناستی(ابراهیم)سر هم غوڅ کړای شو او خلاصه ټول پلویان یې یا قتل شول یا بندیان.
او اخری خبره چې خلافت یې چلنج کړ د عبدالرحمن الداخل اموي په وسیله په اندلس(هسپانیی) کې د موازي خلافت اعلان و.
که په لنډول وویل شي د ابوجعفر منصور خلافت د نامتو اشخاصو په کله منارونو استقرار وموند.

لیکنه: اکبر شیر



اسلامي خلافت، واک انتقال

تبصره وکړئ

avatar
t