مونږ نباید د خپلې لوبډلې خامیانې د نورو لوبډلو په خامیانو کې ورمدغم کړو!

مونږ نباید د خپلې لوبډلې خامیانې د نورو لوبډلو په خامیانو کې ورمدغم کړو!

 

دا هېڅ دلیل نشي کیدای چې سریلنکا او پاکستان خرابه لوبه وکړه، نو مونږ دې تر دوی ایله ښه ولوبېږو. او خپله لوبډله دې د دوی په تله کې لږ ښه وتلو؛ ځکه چې کرکټ داسې یوه لوبه ده چې لۀ لومړي باله تر اخیري باله یې مالومات نه کیږي، هره لوبډله ښې او بدې ورځې لري.

خو! چې څوک ښه لوبېږي، هغوی ګټه کوي. د افغان لوبغاړو استعداد ته په کتو هغسې چې بېګانۍ لوبه کې ولوبیدل، تر دې خورا ښه لوبیدای شول، لوبه یو څو ځلې کابو شوله خو د افغان لوبغاړو بې‌خوصېلاتوب او بې‌تجربه‌ګۍ دا ثابته کړه چې دوی لا هم ډېر کار ته ضرورت لري.

دا منم چې د اسټرالیا، انګلنډ، افریقا… لوبډلو د کرکټ تاریخ به لۀ پېړیو اوړي. اما د اوسنیو لوبیدونکو لوبغاړو د کرکټ تاریخ یې بیخي د افغان لوبغاړو هم‌دورۀ دی. یو شی چې مونږ او دوی پرې توپیرېږو او تل یې زمونږ لوبډله مخ پر ځوړ بېولي ده؛ هغه د ځینو لوبغاړو غیرضیمه‌وارۀ لوبه او د پنځوس اورو لوبو د ذهنیت نشتون دی. چې په بېګانۍ لوبه او تر هغې دمخه په ډېرو لوبو کې یې مونږ تشه محسوس کړیده.

زۀ دا نه وایم چې افغان لوبډله دې د خپل لوبیز ژوند په دومره لنډ تاریخ کې اسټرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ… ټیمونه راته ووهي، هغه هم د نړیوال جام په څېر د سترو لوبو په درشل کې! خو د افغان لوبغاړو وړتیاوو ته په کتو دوی کولی شي چې د غو ټیمونو سره تر دې لا ښه ولوبیږي. په هر صورت ګټه په تاوان کیږي، مونږ په هر حالت کې د خپلې اتلې لوبډلې تر شا ولاړ یوو.

د اصلاح په پار مو سالم نقد حق جوړییږي او دا به د خپلې لوبډلې د بقا او ځلیدا لپاره پېغور نۀ ګنو.

ممتازالله ځواک



افغان ټیم، لوبه

تبصره وکړئ

avatar
t