سارا او ورون د (Coolie No 1) فلم لپاره چمتوالي نیسي

سارا او ورون د (Coolie No 1) فلم لپاره چمتوالي نیسي

د بالیووډ د نواب د کورنۍ او د بالیووډ د نوموتو ستورو سیف علی خان او امریتا سینګ لور ساراعلی خان چي تازه د بالیووډ نړۍ ته راغله، او په خپل زیار او کوښښ یي په بالیووډ کي په ډېر لږ وخت کي نوم پیداکړ او په لږ وخت کي يي په څو پر له پسي فلمونو کي د کار وړاندیزونه ورته وسول او نوموړي په یاد فلمونو کي د ښه اداکارۍ له امله اوس ورته پر له پسي وړاندیزونه کېږي او اوس به د بالیووډ د تکړه سېنمايي ستوری ورون دهون سره په (Coolie No 1) فلم کي چي د شوټینګ چاري به یي په بینکاک کي تر سره سي کار وکړي.

د ممبي مایریر د راپور په اساس د یاد فلم د شوټینګ چاري به د روان کال د اګسټ په میاست کي د ټایلینډ هیواد په پایتخت بینکاک ښار کي تر سره سي. که څه هم مخکي د یاد فلم د شوټینګ لپاره د هندوستان ګوا ښار انتخاب سوي و، اما ویل کېږي چي د بینکاک نظریه د دې لپاره وړاندې سوي ده چي نړیوال عصری مخاطبان جذب کړي.

د ممبي مایریر د راپور په اساس د یاد فلم د شوټینګ چاري به د روان کال د اګسټ په میاست کي د ټایلینډ هیواد په پایتخت بینکاک ښار کي تر سره سي.

(Coolie No 1) فلم د بالیووډ د دوو پخوانيو نامتو سېنمايي ستورو ګویندا او کریشما فلم دي چي په ۱۹۹۱ م کال کي پر سېنما وړاندې سوي و، چي اوس به یاد فلم بیا د سارا او ورون په اداکارۍ سره جوړسي.  همدارنګه پاته دي نه وي چي یاده ښکلې او نوموتي سېڼمايي ستورې ساراعلي خان اوس مهال د بالیووډ د بل سېنمايي ستوری کارتیک اریان سره د (Aaj Kal ) فلم په شوتینګ هم مصروفه ده.


بالیووډ فلمي نړۍ

تبصره وکړئ

avatar
t