د کینې (حسد) درملنه!

د کینې (حسد) درملنه!

هغه اشخاص چي حسد کوي باید د حسد دینوي او آخروي زیانونو ته متوجه سي او درملنه یې وکړي چي ځیني لاري چاري یې په داسي ډول دي.

حسد کوونکي باید د خپلي غوښتني خلاف کار وکړي:

که چېري وغواړي د محسود (هغه کس چي کینه ورسره لري) غیبت وکړي باید برعکس په مجلس کي د هغه صفت وکړي.

که چیري د محسود په لیدلو خوابدی او نارامه سي باید په ورین تندي ورسره مخ سي.

که چیري حسد حسد کونکي محسود ته د یو څه د ورکولو څخه راګرځوي یرعکس باید هغه  ته ډیر څه ورکړي.

حاسد باید د الله څخه راضی سی. حضرت علی (رض) فرمایلی دی: څوک چی پر خپل حال راضی وي، حسد یی لمن نه نیسي.

د الله سره راز او نیاز کول چی د هر ډول روحی او روانی ناروغیو درملنه په کیږي

حاسد باید د دنیا له منځه تلو ته فکر وکړي او ځان تر خپلو هوسونو لوړ وګني.۵

حاسد باید ځان د محسود سره مقایسه نه کړي بلکي د ځانه څخه راضی سي او خپلي مثبتي ځانګړني په ځان کي ولټوي.

ژباړه: عایشه عزیزي



روغتيا ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t