بغیر د اوښکو د راتلو څخه د پیاز میده کول

بغیر د اوښکو د راتلو څخه د پیاز میده کول

 ۱- مخکي د پیاز د میده کولو څخه د ۱۵ دقیقو لپاره یې په یخچال کي کښیږدي ځکه پیاز که یخ وي سترګي هم لږ سوځي یایی تریخوي.

۲-پیاز په تیزه چاړه سره میده کړئ ځکه د پیاز څخه د انزایمونو په تولید کي کمي راځي او کار مو ژر سرته رسیږي.

۳- د پیاز میده کولو په وخت کي خلاصي هوا ته کښینی چي دا هم سترګو ته د پیاز د تریخوالي د رسیدو مخنیوی کوي.

۴- د پیاز د تریخوالی د کمولو لپاره په اشپزخانه کي څو شمعي ځان ته نیژدې ولګوئ تر څو د پیاز توند بوی ورک سي.

۵- د پیاز میده کولو په وخت کي کوښښ وکړئ تنفس د خولی له لاري یوازي وکړئ ځکه د اوښکو غدی پزي ته نیژدې دي او د خولی له لاری په تنفس کولو سره اوښکي نه راځي.

۶- د پیاز مغز د پیاز د تریخوالی سبب کیږي نو ښه دا ده چي د پیاز مغز لومړۍ ځیني جلا کړئ او میده یی کړئ خو پام مو وي چي د پیاز مغز ونه غورځوئ ځکه په خام ډول خوړل یې ډیري ګټي لري.

ژباړه: عایشه عزیزي



هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t